-
د ایران اسلامي انقلاب د شهید رهبر د بدرګې تاریخي مراسم
سرطان 15, 1405 17:38د ایران اسلامي انقلاب رهبر امام مجاهد شهید آیت الله العظمی سید علي خامنه ای د جنازې مراسم نن سهار د ایران په پلازمینه تهران کې د میلیونونو ایرانیانو او له ختیځ څخه تر لویدیځ پورې د مختلفو هیوادونو د اتباعو په شتون کې ترسره شول. د ایران د شهید مشر په درناوي کې دا تاریخي مراسم ښیي چې د باطل پر وړاندې د حق جبهې جګړه دوام لري.
-
عراق کې د شهید رهبر د جنازې لپاره چمتوالی
سرطان 14, 1405 15:52د عراق خلک چې د ایران د اسلامي انقلاب د رهبر له شهادت راهیسې د هغه د جنازې غوښتنه کوي، اوس مهال د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د جنازې کوربه توب ته چمتووالی نیسي.
-
مشهد کې د افغان داکترانو ولسي فعالیت
سرطان 14, 1405 15:48په مشهد کې د افغان ډاکټرانو مشهورې ډله هڅه کوي چې د ایران اسلامي انقلاب د شهید رهبر د جنازې او وداع په مراسمو کې ناروغانو ته وړیا درملنه وړاندې کړي او د ایران له ملت سره خپله خواخوږي څرګنده کړي.
-
شهید رهبر سره د دواع دویمې ورځې رسنیز پوښښ
سرطان 14, 1405 15:45د اسلامي نړۍ د شهید رهبر د وداع په دویمه ورځ ملیونونو ګډونوالو یو ځل بیا د نړیوالو رسنیو پام ځانته راواړوه، چې د ایران اسلامي نظام ولسي ریښه څرګنده کړه .
-
د امت شهید رهبر سره د میلیوني وداع دویمه ورځ
سرطان 14, 1405 15:40د ایران اسلامي انقلاب د رهبر مجاهد امام شهید آیت الله العظمی خامنه یی سره د ملیونونو ایرانیانو د خدای پامانۍ په دویمه ورځ ویر کوونکو د " یا حسین یا حسین " شعارونو سره د هغه د وژنې له عاملینو څخه د غچ اخیستلو غوښتنه وکړه.
-
د ایران د شهید رهبر د جنازې لمونځ
سرطان 14, 1405 15:33نن سهار اته بجې اسلامي نړۍ د اسلام په تاریخ کې د یوې خورا مهمې پیښې شاهده وو. د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د جنازې تاریخي مراسم د آیت الله شیخ جعفر سبحاني لخوا د ملت د شهید مشر د ویر کوونکو په منځ کې ترسره شول.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
سرطان 13, 1405 17:32د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د الاقصی طوفان عملیات
سرطان 13, 1405 17:29د الاقصی طوفان عملیاتو د زر ورځو له پوره کېدو سره همهاله صهیونیستي رژیم د اوربند سرغړونې ته دوام ورکوي دغه رژیم د غزې او لبنان جنوبي سیمې په هوايي بریدونو سره په نښه کړې دي. له بلې خوا د صهیونیستي رژیم پوځ اعلان وکړ چې د غزې په جګړه کې له شپږ ویشت زرو څخه ډیر صهیونیستي ځواکونه ټپیان شوي دي. چې د دغه رژیم په تاریخ کې یوه بې ساري شمیره ده.
-
د ایران لخوا د یمن د کلابندۍ ماتول
سرطان 13, 1405 17:27د یمن وسله والو ځواکونو پرون اعلان وکړ چې د سعودي جنګي الوتکو هڅه وکړه چې د هیواد اقتصادي محاصرې ماتولو لپاره د ایران د الوتکې د کښیناستو مخه ونیسي خو د یمن د هوايي دفاع له خوا تر ډزو وروسته تېښتې ته اړ شول. په زرګونو یمنیانو د ایران د محاصرې له ماتولو وروسته د ایران د اقدام ستاینه وکړه.
-
د ایران سفارت کې د افغان او ایراني سوداګرو ناسته
سرطان 13, 1405 16:39په کابل کې د ایران سفارت کې په یوه مېلمستیا کې چې د افغانستان او ایران له دوه سوه څخه زیاتو اقتصادي فعالانو، صنعتکارانو او پانګوالو پکې ګډون کړی و، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو بحث وشو، او د دواړو خواوو د خصوصي سکتور شرکتونو ترمنځ درې تړونونه لاسلیک شول.