-
د افغانستان او پاکستان ترمنځ پولې پرانیستل
قوس 13, 1404 14:02د پاکستان سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت سره له سلا مشورو وروسته یې د تورخم او چمن لار یوازې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د مرستو د لیږلو لپاره پرانیستې دي.
-
د رفح لارې یو اړخیز پرانیستلو ته د حماس غبرګون
قوس 13, 1404 14:01حماس غورځنګ د چهارشنبې په شپه اعلان وکړ چې د صهیونیستي رژیم لخوا د رفح لارې د یو اړخیز پرانیستلو اعلان یوازې د فلسطینیانو د وتلو لپاره، د دوی د اجباري بې ځایه کیدو د پلان او سناریو یوه برخه ده.
-
د ایران سفیر رضا امیري مقدم
قوس 13, 1404 13:58د پاکستان د ریل پټلۍ وزیر ایران سره د ګډې سوداګرۍ د کچې د زیاتوالي او د ریل پټلۍ په سکتور کې د دواړو هیوادونو د ظرفیتونو د کارولو پر اهمیت ټینګار وکړ.
-
افغانستان کې د امریکا بې ګټې پانګونه
قوس 13, 1404 13:56د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي په خپل راپور کې ویلي چې متحده ایالات په هغه پروژه کې ناکام شول چې له یو سل او اته څلوېښت میلیارد ډالرو څخه ډیر لګښت یې درلود او موخه یې د یو بریالي او ډیموکراتیک افغانستان رامینځته کول وو.
-
په ننګرهار کې د افغانستان کرکټ روزنیز کمپ
قوس 13, 1404 13:55د افغانستان کرکټ بورډ په ننګرهار ولایت کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې او د الف لوبډلې لپاره د روزنیز کمپ د دوام اعلان وکړ.
-
د ایران اسلامي انقلاب رهبر
قوس 12, 1404 13:24د ایران د اسلامي انقلاب مشر حضرت ایت الله خامنه ای د ایران د ښځو له یوې ډلې سره په یوه لیدنه کې ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت د ښځو په اړه د لویدیځ منطق باطل کړی دی.
-
د چین سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال لیدنه
قوس 12, 1404 13:23د افغانستان - تاجیکستان پولې ته نږدې د چینایانو د وژنې وروسته امنیتي اندیښنې راپورته شوي دي؛ پداسې حال کې چې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دا پیښه د دښمنانو کار وباله او خبر یې ورکړ چې تحقیقات روان دي، خو دوشنبه د خپلو پولو د ساتنې لپاره له روسیې سره د سمدستي همکارۍ غوښتنه وکړه.
-
د روغتیا نړیوال نندارتون
قوس 12, 1404 13:22د روغتیا نړیوال نندارتون چې د ایران د درملو او طبي تجهیزاتو څلویښتو شرکتونو پکې ګډون کړی و، پرون په کابل کې پرانستل شو. په افغانستان کې د ایران سفارت سرپرست د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې د روغتیا په برخه کې د ایران او افغانستان ترمنځ پر همکارۍ ټینګار وکړ.
-
تر څلورو کلونو وروسته د افغانستان ــ ازبیکستان پولې پرانیستل
قوس 12, 1404 13:19ازبیکستان له څلورو کلونو وروسته له افغانستان سره خپله پوله په بشپړه توګه د خلکو او موټرو پر مخ پرانیستې ده.
-
د صهیونیستي رژیم لخوا په غزه کې د اوربند نقض دوام
قوس 12, 1404 13:18په غزه کې د صهیونیستي رژیم پوځ له خوا د اوربند په وروستۍ سرغړونه کې د غزې په تړانګه کې د دغه رژیم د شپې بریدونو څلور فلسطینیان شهیدان کړل، چې په کې یو ماشوم او یو خبریال هم شامل وو؛ په ورته وخت کې په لویدیځه غاړه کې د صهیونیستي رژیم پوځ بریدونه هم زیات شوي دي.