-
د تهران ناسته کې د کابل نه ګډون ته د بقايي غبرګون
قوس 23, 1404 13:42د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د سرپرست حکومت د استازو د نه شتون په اړه وویل چې موږ په دې ناسته کې د نه ګډون لپاره د هغوی د پرېکړې درناوی کوو.
-
د پاکستان په وړاندې د افغانستان شکایت
قوس 23, 1404 13:41د افغانستان سرپرست حکومت په هیواد کې د پاکستان پر وړاندې شکایت ثبت کړی دی. د ترهګرو ډلو ملاتړ، اقتصادي فشار راوړل او د افغان کډوالو د حقونو سرغړونه هغه تورونه دي چې کابل پر اسلام آباد لګولي دي.
-
د غزې ځینو سیمو کې د انساني ناورین دوام
قوس 23, 1404 13:40د فلسطینیانو د حقونو د دفاع لپاره د نړیوال سازمان مشر په نړیواله ټولنه غږ وکړ چې په غزه کې د ناوړه او بحراني وضعیت او د صهیونیستي رژیم لخوا د فلسطین د خلکو د دوامداره نسل وژنې په وړاندې په جدي توګه غبرګون وښيي او اغیزمن اقدام وکړي.
-
د آسټرالیا په سیډني کې د یهودانو د مذهبي مراسمو برید
قوس 23, 1404 13:36د آسټرالیا په سیډني کې د یهودانو د مذهبي مراسمو پر مهال د ډزو له امله ۱۰ کسان وژل شوي دي.
-
آسیايي جام کې د افغانستان او سریلانکا مخامخ کیدل
قوس 23, 1404 13:34د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله له سیالې سریلانکایې لوبډلې سره مخامخ کېږي
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
قوس 22, 1404 14:02د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د کډوالو چارو وزیر د افغانستان د حاکمیت درناوي غوښتنه وکړه
قوس 22, 1404 14:01د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت په یوه جهادي مدرسه کې د وینا پر مهال له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د حکومت په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
-
د خلیل الرحمان حقاني د وژنې په اړه د داعش غړي څرګندونې
قوس 22, 1404 13:59د سرپرست حکومت د کډوالو د پخواني وزیر خلیل الرحمن حقاني د وژنې د کلیزې په مناسبت، المرصاد رسنۍ د داعش د یوه غړي د اعترافونو ویډیوګانې خپرې کړې دي.په دغه ویډیو کې ادعا شوې چې پر حقاني د برید عملیات د پاکستان له بلوچستان څخه پلان او تنظیم شوي وو.
-
په کابل د فشار لپاره نړیوالې ټولنې څخه د پاکستان غوښتنه
قوس 22, 1404 13:58په عشق آباد کې د سولې او باور جوړونې په نړیواله غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر د اسلام آباد او د افغانستان سرپرست حکومت ترمنځ د اوربند په نازکوالي ټینګار وکړ او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې پر کابل فشار راوړي ترڅو حکومت دې ته اړ کړي چې خپل نړیوال مکلفیتونه پلي کړي او د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو فعالیت بند کړي.
-
د لوړو زده کړو وزیر د ایران سفر ګټور وباله
قوس 22, 1404 13:57د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د ایران اسلامي جمهوریت ته د څو ورځني سفر له راستنیدو وروسته دا سفر ګټور وباله او ټینګار یې وکړ چې د تهران چارواکي غواړي سرپرست حکومت سره اړیکې او مثبت تعامل پراخ کړي.