پشتو
  • د صهیونیستانو پر وړاندې د نړیوالو رسنیو غبرګون

    د صهیونیستانو پر وړاندې د نړیوالو رسنیو غبرګون

    سنبله 11, 1404 13:16

    بې پولې خبریالانو او په ټوله نړۍ کې له دوه سوه پنځوس څخه زیاتو رسنیو د غزې په جګړه کې د لسګونو خبریالانو د وژنې په اعتراض کې د خپلو ورځپاڼو او ویب پاڼو لومړۍ پاڼې خالي پریښودې.

  • کونړ ولايت کې لا هم د زلزله وروسته د ژغورنې عملیات روان دي

    کونړ ولايت کې لا هم د زلزله وروسته د ژغورنې عملیات روان دي

    سنبله 11, 1404 13:15

    د افغانستان په ختيځ کونړ ولايت کې لا هم د زلزله وروسته د ژغورنې عملیات روان دي. د کونړ نورګل ولسوالۍ اوسيدونکي د بيړنيو مرستو غوښتنه کوي او ځای چارواکي بيا د زلزلې سيمې ته د بيلابيلو مرستو رسولو خبره کوي او زياتوي چې ايران اسلامي جمهوریت لومړنی هيواد شو، چې سفیر کونړ ولایت ته د غمشریکۍ په موخه راغی او د خوراکي توکو مرسته يې زلزله ځپلو ته راورسوله.

  • افغانانو سره د فلسطیني ملت غمرازي

    افغانانو سره د فلسطیني ملت غمرازي

    سنبله 11, 1404 12:43

    د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د ځمکرېږد له امله د شاوخوا زر تنه افغانانو د مړینې وروسته د فلسطین خلکو هم په یوه پیغام کې له افغان ولس سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او ځانونه یې په دې غم کې شریک وګڼل.

  • د شانګهای په سرمشریزه کې د څو سندونه لاسلیک

    د شانګهای په سرمشریزه کې د څو سندونه لاسلیک

    سنبله 10, 1404 14:27

    د شانګهای سرمشریزې غړو هېوادونو د سرمشریزې په اعلامیه کې د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د صهیونیستي رژیم او امریکا لخوا د پوځي بریدونو په کلکه غندنه وکړه، او ویې ویل: د ملکي تاسیساتو په وړاندې دا ډول تیری کوونکي اقدامات، په شمول د اټومي انرژۍ زیربنا، چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شوي، د نړیوالو قوانینو د اصولو او نورمونو څخه ښکاره سرغړونه ده.

  • د غزې په مختلفو سیمو د صهیونیستانو بریدونه

    د غزې په مختلفو سیمو د صهیونیستانو بریدونه

    سنبله 10, 1404 14:23

    د فلسطین روغتیايي سرچینو د دوشنبې په سهار راپور ورکړ چې د د صهیونیستي رژيم پوځ د غزې تړانګې په شمالي، مرکزي او جنوبي سیمو کې هوايي او توپچي بریدونه زیات کړي دي.

  • د هيواد ختیځ کې خونړۍ زلزله

    د هيواد ختیځ کې خونړۍ زلزله

    سنبله 10, 1404 14:21

    د افغانستان په ختیځ کې زلزلې خلکو ته دارنه ځاني او مالي زیانونه وراړولي دي. د مسوولینو د لومړنیو ورکړل شویو معلوماتو له مخې ډيره مرګ ژوبله کونړ ولایت کې رامنځته شوې ، چې سلګونه کسان مړه او ټپيان دي.

  • د ایران د ځوانانو د والیبال ټیم اتلولي

    د ایران د ځوانانو د والیبال ټیم اتلولي

    سنبله 10, 1404 14:20

    د ایران د یوویشت کلونو څخه کم عمره د والیبال ملي لوبډلې ایټالیا ته په ماتې ورکولو سره د دریم ځل لپاره نړیواله اتلولي خپله کړه. د ایران د اسلامي انقلاب رهبر هم د دې سترې بریا په مناسبت د یاد هیواد د والیبال ټیم ته مبارکي ویلې ده

  • د یمني حکومتي شهیدانو جنازې

    د یمني حکومتي شهیدانو جنازې

    سنبله 10, 1404 14:18

    نن د یمن د شهیدانو د جنازې مراسم په پلازمېنه صنعا کې د سلګونو زرو خلکو په ګډون سره ترسره شول. د یمن لومړی وزیر او د کابینې یو شمېر غړي تېره اونۍ د صهیونیستي رژیم په یوه برید کې شهیدان شول

  • په افغانستان کې د مرګونې زلزلې په اړه غبرګونونه

    په افغانستان کې د مرګونې زلزلې په اړه غبرګونونه

    سنبله 10, 1404 14:17

    د افغانستان په ختیځ کې د مرګونې او ویجاړونکې زلزلې وروسته، دې پیښې په افغانستان کې دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي، او ډیری کورنیو او بهرنیو چارواکو د افغانستان له خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.