-
د "الصمود" کاروان سره د ۹ کښتیو یوځای کېدل
سنبله 26, 1404 14:13د الصمود بیړۍ، چې د مختلفو هیوادونو له کښتیو څخه جوړه شوې ده، د غزې په لور حرکت ته دوام ورکوي.
-
د اسلامي انقلاب د رهبر لخوا د ایران د غیږ نیونې اتلانو ستاینه
سنبله 26, 1404 14:11د ایران د اسلامي انقلاب رهبر ایت الله خامنه ای د دوه زره او پنځه ویشت کال په نړیوالو سیالیو کې د ایران د ازادې غیږې نیولو ملي ټیم له بریا وروسته په یوه پیغام کې د ایران د دغه ملي ټیم ستاینه وکړه.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
سنبله 25, 1404 12:58د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
غزه ښار باندې د صهیونیستي رژیم د ځمکنیو بریدونو پيل
سنبله 25, 1404 12:57صهیونیستي رژیم د امریکا سیاسي او پوځي ملاتړ سره د غزې ښار د نیولو لپاره پراخ ځمکنی برید پیل کړی دی. نن سهار د غزې ښار یو ځل بیا د صهیونیستي رژیم لخوا د سختو هوایي او توپچي بریدونو سره مخ شو، چې لسګونه فلسطینیان یې شهیدان او ټپیان کړل.
-
د دوحې په بیړنۍ غونډه کې د ایران د ولسمشر وینا
سنبله 25, 1404 12:56د ایران ولسمشر چې په دوحه کې د اسلامي هیوادونو او عربي ټولنې په بیړنۍ سرمشریزه کې خبرې کولې وویل چې په دوحه باندې د صهیونیستي رژیم برید د ځواک نښه نه وه، بلکې د نا امیدۍ نښه وه. مسعود پژشکیان د سرمشریزې په څنډه کې سیمه ایزو مشرانو سره هم ولیدل.
-
د سوداګریزې همکارۍ پر پراختیا د کابل او تهران ټینګار
سنبله 25, 1404 12:55د ایران صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر کابل ته د خپل سفر په لړ کې د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال سره لیدنه او خبرې اترې وکړې. په دې کتنه کې عبدالغني برادر د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په توازن ټینګار وکړ او وویل چې د افغانستان پالیسي د خپلو ګاونډیو سره، په ځانګړې توګه له ایران سره د همکارۍ پراخول دي.
-
د افغانستان اړوند د پاکستان په سیاستونو د عمران خان نیوکه
سنبله 25, 1404 12:52د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي دي چې د محمود خان اڅکزي په مشرۍ یو پلاوی باید د کابل له چارواکو سره د خبرو اترو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.
-
بلوچستان کې د پنځو پاکستاني امنیتي ځواکونو وژل کیدل
سنبله 25, 1404 12:51د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د بلوچستان د کچ ولسوالۍ په شیربند سیمه کې د سړک غاړې بم چاودنه کې د یو قوماندان په ګډون لږ تر لږه پنځه امنیتي پرسونل وژل شوي دي.
-
د ونزوئلا په کښتۍ د امریکا بل برید او د مادورو خبرداری
سنبله 25, 1404 12:50ډونالډ ټرمپ د کاراکاس په وړاندې د تورونو په تکرارولو سره اعلان وکړ چې متحده ایالاتو یو ځل بیا د وینزویلا د مخدره توکو په قاچاق وړونکې کښتۍ برید کړی درې کسان یې وژلي دي.
-
د آسیا ملتونو جام کې د افغانستان او بنګلادیش لوبه
سنبله 25, 1404 12:49د کریکټ په اسیایي جام کې نن د افغانستان او بنګله دیش لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.