-
د هانګ کانګ سیالیو کې د افغان کرکټ ملي ټیم ګډون
عقرب 13, 1404 12:55د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د هانګ کانګ په شپږ اوریزه سیالۍ کې په اووه کسیز ترکیب کې برخه واخلي.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
عقرب 12, 1404 13:18د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د هېواد په شمال کې ویجاړونکی ځمکرېږد
عقرب 12, 1404 13:17یوې زورورې زلزلې د افغانستان شمال ولړزاوه. ویل کیږي چې مرکز یې د بلخ ولایت له مرکز مزار شریف څخه څو کیلومتره لرې د خُولم ولسوالۍ وه. د عامې روغتیا وزارت ویاند په یوه ویډيي پیغام کې ویلي چې د تېر ماښام په ځمکرېږد کې شل کسان مړه شوي او درې سوه شل نور ټپیان شوي دي.
-
د انقلاب رهبر سره د زده کوونکو او زده کړیالانو لیدنه
عقرب 12, 1404 13:16نن سهار د لړم د دیارلسمې کلیزې په مناسبت په زرګونو زده کوونکو او زده کړیالانو د ایران اسلامي انقلاب له رهبر سره ولیدل.
-
په تېرو دوو لسیزو کې د ۱۳۰ خبریالانو وژل کیدل
عقرب 12, 1404 13:15د افغانستان خبریالانو مرکز په یوه راپور کې ویلي چې په تیرو دوو لسیزو کې په هیواد کې یو سل او دیرش خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.
-
خیبرپښتونخوا ایالت کې بمي چاودنه
عقرب 12, 1404 13:15د خیبر پښتونخوا ایالت پولیس وايي چې په دې ولایت کې په یوه چاودنه کې درې پولیس ټپیان شوي دي.
-
غزه او لویدیځه غاړه باندې د صهیونیستي رژیم برید
عقرب 12, 1404 13:14تېره شپه د غزې تړانګې او د لوېدیځې غاړې مختلفې سیمې د صهیونیستي رژیم د وحشیانه بریدونو شاهد وو. صهیونیسټانو په دې بریدونو کې د خلکو کورونه ویجاړ کړل. د دې بریدونو په ترڅ کې د څو فلسطینیانو شهادت او ټپي کېدل هم تایید شوي دي.
-
د سوریې په سویل کې د صهیونیستي رژیم پوځي خوځښتونه
عقرب 12, 1404 13:12د سوریې تلویزیون د هیواد په جنوبي سرحدي سیمو کې د صهیونیستي پوځ د پوځي فعالیتونو د زیاتوالي راپور ورکړی دی.
-
د عراق پارلماني ټاکو لپاره د ۷۷۰۰ نوماندانو سیالي
عقرب 12, 1404 13:11د عراق په پارلمان کې د دوه سوه نهه ویشتو څوکیو لپاره پنځه زره پنځه سوه څلور نارینه نوماندان او دوه زره دوه سوه پنځوس ښځینه نوماندانې سیالي کوي.
-
د زیمبابوې پر وړاندې د افغانستان اتلولي
عقرب 12, 1404 13:10افغان کریکټ لوبډلې له زیمبابوې څخه د شل اوریزې لوبلړۍ ټولې سیالۍ وګټلې