-
د چین سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال لیدنه
قوس 12, 1404 13:23د افغانستان - تاجیکستان پولې ته نږدې د چینایانو د وژنې وروسته امنیتي اندیښنې راپورته شوي دي؛ پداسې حال کې چې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دا پیښه د دښمنانو کار وباله او خبر یې ورکړ چې تحقیقات روان دي، خو دوشنبه د خپلو پولو د ساتنې لپاره له روسیې سره د سمدستي همکارۍ غوښتنه وکړه.
-
د روغتیا نړیوال نندارتون
قوس 12, 1404 13:22د روغتیا نړیوال نندارتون چې د ایران د درملو او طبي تجهیزاتو څلویښتو شرکتونو پکې ګډون کړی و، پرون په کابل کې پرانستل شو. په افغانستان کې د ایران سفارت سرپرست د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې د روغتیا په برخه کې د ایران او افغانستان ترمنځ پر همکارۍ ټینګار وکړ.
-
تر څلورو کلونو وروسته د افغانستان ــ ازبیکستان پولې پرانیستل
قوس 12, 1404 13:19ازبیکستان له څلورو کلونو وروسته له افغانستان سره خپله پوله په بشپړه توګه د خلکو او موټرو پر مخ پرانیستې ده.
-
د صهیونیستي رژیم لخوا په غزه کې د اوربند نقض دوام
قوس 12, 1404 13:18په غزه کې د صهیونیستي رژیم پوځ له خوا د اوربند په وروستۍ سرغړونه کې د غزې په تړانګه کې د دغه رژیم د شپې بریدونو څلور فلسطینیان شهیدان کړل، چې په کې یو ماشوم او یو خبریال هم شامل وو؛ په ورته وخت کې په لویدیځه غاړه کې د صهیونیستي رژیم پوځ بریدونه هم زیات شوي دي.
-
د رحمان الله لکڼوال لومړنۍ محکمه ترسره وشوه
قوس 12, 1404 13:16رحمان الله لکنوال، چې د ملي ګارډ دوو سرتېرو په ډزو تورن دی پرې لګیدلي تورونه یې رد کړل.
-
مسکو کې د امریکا او روسیې د بې پایلې مذاکراتو پای
قوس 12, 1404 13:16د ډونالډ ټرمپ د استازي استیو ویتکاف او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ خبرې اترې پرته له کومې څرګندې پایلې پای ته ورسېدې.
-
کابل د بدمینتون آزادو سیالیو کوربتوب کوي
قوس 12, 1404 13:14د کابل بدمینتون آزادې سیالۍ به د بهرنیو لوبغاړو په شتون سره ترسره شي
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
قوس 11, 1404 13:19د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د افغانستان او تاجیکستان بهرنیو چارو وزیرانو ټلفوني خبرې
قوس 11, 1404 13:18د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین سره په ټیلیفوني اړیکه کې د افغانستان-تاجکستان په پوله کې د چینایي اتباعو د وژنې په اړه خواشیني څرګنده کړه. متقي وویل چې افغانستان په بشپړ ډول چمتو دی چې خپلې پولې خوندي کړي او د پیښې په اړه ګډه څیړنه وکړي.
-
ریاض کې د کابل او اسلام آباد ترمنځ بې پایلې مذاکرات
قوس 11, 1404 13:18پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د سرپرست حکومت او پاکستان ترمنځ په ریاض کې د نا اعلان شویو خبرو اترو لنډ پړاو ترسره شو، خو خبرې اترې پرته له کوم پرمختګ پای ته ورسېد.