-
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ په اړه د ایران اندېښنه
قوس 17, 1404 07:16د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي په یوه خبري غونډه کې د کابل او اسلام آباد ترمنځ وروستیو ترینګلتیاو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې تهران د دې مسلې د زیاتیدو په اړه اندیښمن دی.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
قوس 17, 1404 07:00د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
قوس 15, 1404 14:05د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سرحدي شخړه
قوس 15, 1404 14:03د کندهار په سپین بولدک کې د سرپرست حکومت ځواکونو او پاکستاني پوځ ترمنځ په نښتو کې لس تنه مړه او ټپیان شوي. د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې نښتې د پاکستاني ځواکونو لخوا پیل شوې وې او افغان ځواکونه اړ شول چې ځوابي برید وکړي. خو پاکستاني لوري هم ورته ادعا کړې ده او ویلي یې دي چې نښتې د افغان ځواکونو لخوا پیل شوې.
-
افغانستان کې ترهګرۍ سره پر مبارزې د هند او روسیې ټینګار
قوس 15, 1404 14:02د روسیې او هند مشرانو ولادیمیر پوتین او نارندرا مودي په یوه ګډه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د داعش او نورو وسله والو ډلو پر وړاندې د نیول شویو اقداماتو هرکلی وکړ او وویل چې دا جګړه به جامع او اغیزناکه وي.
-
لبنان کې اشغالګرو سره پر مبارزې د حزب الله ټینګار
قوس 15, 1404 14:01د لبنان د حزب الله عمومي منشي شیخ نعیم قاسم د دغه هیواد په سویل باندې د صهیونیستي رژیم پرله پسې بریدونو ته په اشارې سره د یاد رژیم په وړاندې پر مبارزې ټینګار کړی.
-
لویدیځه غاړه کې د صهیونیستي رژیم د عملیاتو دوام
قوس 15, 1404 13:59د لوېدیځې غاړې په مختلفو سیمو کې د صهیونیستي ځواکونو په روانو بریدونو کې یو فلسطینی ځوان شهید شو. په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ستیفان دوجاریک خبرداری ورکړ چې دا بریدونه د بې ځایه کیدو یو نوی ناورین رامینځته کوي.
-
د پاکستاني ځواکونو عملیاتو کې د ۹ وسلوالو وژل کیدل
قوس 15, 1404 13:58د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې د ټانک او لکي مروت په سیمو کې په دوو استبخاراتي عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره تړلي نهه وسله وال وژل شوي دي.
-
بهرني ګواښونو سره پر مبارزې د ونزویلا ټینګار
قوس 15, 1404 13:58د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو وايي چې هیواد یې سوله غواړي خو د افراطي ډلو او د هغوی د بهرنیو ملاتړو له ګواښونو سره به مقاومت وکړي.
-
د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام پچې اچونې مراسم
قوس 15, 1404 13:56د دوه زره شپږویشتم د فوټبال د نړۍوال جام د پچې اچونې مراسم د امریکا واشنګټن ښار کې ترسره شول او ټاکل شویو لوبډلو په دولسو ګروپونو کې خپل سیالان وپېژندل.