پشتو
  • د چابهار بندر په تړاو د افغان او ایراني چارواکو خبرې اترې

    د چابهار بندر په تړاو د افغان او ایراني چارواکو خبرې اترې

    جدی 03, 1404 13:48

    د افغانستان سرپرست حکومت او ایران چارواکو د چابهار بندر د اغیزمنې کارونې په ټینګار سره د افغان سوداګرو لپاره د دې بندر د کارولو په انتخابونو بحث وکړ. په ورته وخت کې د چابهار بندر د آزاد زون سازمان اجرایوي رییس محمد سعید اربابي هم په یوه بیان کې وویل چې د چابهار آزاد زون افغانستان ته د توکو د ننوتلو لپاره ترټولو اقتصادي دروازه ده.

  • د ایران اټومي پروګرام په اړه د امنیت شورا ناسته

    د ایران اټومي پروګرام په اړه د امنیت شورا ناسته

    جدی 03, 1404 13:46

    د ایران د اټومي پروګرام په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه په داسې وخت کې وشوه چې تهران د ۲۲۳۱ پریکړه لیک له پای ته رسیدو وروسته د یادې شورا د قانوني واک په ردولو سره د خپل اټومي پروګرام په سوله ایز ماهیت ټینګار وکړ، بلخوا روسیې، چین او پاکستان هم د بندیزونو بیرته راګرځیدو سره مخالفت وکړ او د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو غوښتنه یې وکړه.

  • صهیونیستي پوځیانو په لویدیځه غاړه چاپې وهلي

    صهیونیستي پوځیانو په لویدیځه غاړه چاپې وهلي

    جدی 03, 1404 13:45

    فلسطیني رسنیو راپور ورکړی چې د صهیونیستي رژیم پوځ د لویدیځې غاړې په مختلفو سیمو کې چاپې وهلې او یو شمیر فلسطینیان یې نیولي دي.

  • د لیبیا د پوځ لوی درستیز ترکیه کې د الوتکې په پېښه کې ووژل شو

    د لیبیا د پوځ لوی درستیز ترکیه کې د الوتکې په پېښه کې ووژل شو

    جدی 03, 1404 13:41

    د لیبیا د پوځ لوی درستیز او ۴ نور لوړ پوړي پوځي چارواکي انقرې ته نږدې د فالکون ۵۰ الوتکې د غورځېدو په پېښه کې ووژل شول، هغه پېښه چې ترکي او لیبیايي چارواکو لامل یې یوه تخنیکي ستونزه وبلله، او طرابلس ۳ ورځې ملي ماتم اعلان کړ.

  • په افغان بازار کې د پاکستاني درملو ونډه کمه شوې ده

    په افغان بازار کې د پاکستاني درملو ونډه کمه شوې ده

    جدی 02, 1404 12:59

    د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي په یوه خبري غونډه کې وویل چې افغانستان خپل اویا سلنه درمل له پاکستان څخه واردول. هغه زیاته کړه چې هند ته د هغه د پنځه ورځني سفر موخه د درملو واردول او د بدیل لاروا موندل وو. په ورته وخت کې د هند د بهرنیو چارو وزارت وویل چې نوی ډهلي باید د افغانستان اوږدمهاله طبي اړتیاوې پوره کړي

  • خصوصي پانګونې سره د قوش تپې او درزاب برښنا رسولو پروژه

    خصوصي پانګونې سره د قوش تپې او درزاب برښنا رسولو پروژه

    جدی 02, 1404 12:58

    د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې د جوزجان ولایت د قوش تپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسولو لپاره یې له یوه خصوصي شرکت سره د یو میلیارد اته سوه شپږ اتیا میلیونه افغانیو په ارزښت د هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.

  • د کابل اړوند د اسلام آباد په سیاستونو د مولانا فضل الرحمن نیوکه

    د کابل اړوند د اسلام آباد په سیاستونو د مولانا فضل الرحمن نیوکه

    جدی 02, 1404 12:56

    د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په کراچۍ کې د هیواد د دیني عالمانو په یوه غونډه کې د افغانستان د سرپرست حکومت په وړاندې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو پالیسۍ دښمنانه وبللې او د کابل او اسلام آباد ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو لپاره یې د خبرو اترو د بیا پیل غوښتنه وکړه.

  • خیبرپښتونخوا کې د ۵ پاکستاني پولیس افسرانو وژل کیدل

    خیبرپښتونخوا کې د ۵ پاکستاني پولیس افسرانو وژل کیدل

    جدی 02, 1404 12:55

    د پاکستان پولیسو چارواکو اعلان وکړ چې نن سهار د خیبر پښتونخوا په کرک ولسوالۍ کې د دوی په موټر باندې د وسله والو په برید کې د دوی پنځه سرتیري ووژل شول.

  • لویدیځه غاړه کې د صهیونیستي رژیم د پوځي چاپو دوام

    لویدیځه غاړه کې د صهیونیستي رژیم د پوځي چاپو دوام

    جدی 02, 1404 12:52

    په لویدیځه غاړه کې د صهیونیستي رژیم پوځي عملیاتو په دوام کې په مختلفو سیمو کې لسګونه فلسطینیان ونیول شول او یو شمیر نور ټپیان شول؛ په ورته وخت کې د صهیونیستي رژیم کابینې د یو قانون په تصویب سره په اشغال شوي قدس کې د الجزیرې دفترونه دایمي تړلي دي.