-
د کابل – اسلام آباد چارواکو ګډه ناسته
سرطان 17, 1404 13:39د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د سیاسي مشورتي میکانیزم د غونډې لومړۍ دوره د دوشنبې په ورځ په اسلام آباد کې ترسره شوه.
-
ملګرو ملتونو کې د افغانستان وضعیت ارزونه
سرطان 17, 1404 13:38د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ تېره شپه د افغانستان د وروستي وضعیت د بیاکتنې لپاره یوه غونډه وکړه. د غونډې په پای کې د ملګرو ملتونو غړو یو پریکړه لیک تصویب کړ چې له سرپرست حکومت څخه یې غوښتنه کړې چې بشري حقونو ته درناوی وکړي او له ترهګرو ډلو سره همکاري ودروي.
-
د افغانستان سفارت کې د پاسپورټونو بیو ټیټوالی
سرطان 17, 1404 13:38خبري سرچینو په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د برېښنايي پاسپورټونو د صادرولو لګښت له یو سل او شل ډالرو څخه پنځوس ډالرو ته د راټیټیدو خبر ورکړی دی.
-
ایران څخه د کډوالو د ایستلو بهیر څارنه
سرطان 17, 1404 13:37ایران څخه د راستنیدونکو افغان کډوالو د شمیر له زیاتوالي سره همهاله د ایران د خراسان رضوي ولایت یو شمیر اداري چارواکو د کډوالو د راستنیدو د پروسې د څارنې او ایران څخه د وتلو پر مهال د کډوالو د ننګونو د څېړلو لپاره د دوغارون-اسلام کلا پولې څخه لیدنه وکړه.
-
د کډوالو د انساني وقار پر ساتلو د ایران ټینګار
سرطان 17, 1404 13:33د ایران د بهرنیو وګړو او کډوالو د مرکز رییس د ایران خبري شبکې سره په یوه مرکه کې اعلان وکړ چې سږکال اووه لک او اووه لس زره افغان کډوال له ایران څخه وتلي دي. هغه دا هم وویل هغه کډوال چې حقوق یې په ایران کې نه دي ورکړل شوي کولی شي د وکیل له لارې خپلې قانوني چارې پرمخ بوځي.
-
ایران سره د مذاکراتو په اړه د ټرامپ د ادعاوو رد
سرطان 17, 1404 13:32د امریکا د ولسمشر د ادعاوو په ځواب کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل د ایران له خوا امریکایي لوري څخه د ملاقات غوښتنه نه ده شوې.
-
غزه کې د اشغالګرو سخته شپه
سرطان 17, 1404 13:31تېره شپه د فلسطین مقاومت ځواکونو په څلورو پړاونو کې په لسګونو صهیونیسټي پوځیانو برید وکړ چې له هغوی څخه شپږ تنه یې ووژل شول.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
سرطان 16, 1404 13:53د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د یونیفورم اغوستلو د پوليسو مکلفيت
سرطان 16, 1404 13:03د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دې وزارت ټول چارواکي او کارکوونکي باید د دندې پرمهال پوځي یونیفورم واغوندي او دوی نشي کولی د پولیسو غړو لپاره ټاکل شوي یونیفورم اغوستلو پرته دندې ته حاضر شي.
-
پر صهیونیستي رژيم د یمن توغندیز برید
سرطان 16, 1404 12:56د یمن د انصارالله غورځنګ وايي چې د صهیونیستي رژیم پر وړاندې د دوی توغندیز عملیات په زور سره دوام لري او دوی به د غزې د خلکو په ملاتړ او د صهیونیستي رژیم د جرمونو پر وړاندې په مبارزه کې تر اخره پورې د فلسطین له خلکو سره ودریږي.