عبدالمطلب خپل زوی په بيړه د بي بي آمنې او محمد(ص) د احوال اخېستلو له پاره ولېږلو.
په دغه سفر کې بي بي آمنه ناروغه کيږي خو بیا هم سفر کولو ته زړه ښه کوي او ځي.
بي بي آمنې ته د خپلوانو له لوري تود هرکلی وویل شو.
هغه مهال خلکو د بوتانو عبادت کاوه او له بوتانو به یې هرڅه غوښتل.
بي بي حليمې ډېره موده له محمد(ص) سره تېره کړه خو اوس ترې جلاوالی ورته ډېر سخت دی.
مشرکانو چې هرڅومره وسې وکړې خو ونه توانېدل چې محمد(ص) ته زیان ورسوي.
د راهبانو استازي کلي پرکلي ګرځېدل او دخپلې موخې له پاره يې ستړې ګاللې.
د حضرت محمد (ص) د برکاتو، پوهې او زړه سوي حد نه و ځکه خو يې له عادي انسان سره توپير درلود.
بي بي آمنې ته د کوچني زوی بیا جلاکېدل ډېر سخت او رنځوونکی دی.
محمد(ص) له کوچني والي پاک، با ادبه او منظم انسان و چې په هر ډول ټولنیزو ادابو پوره پوهېدو.