حوت 03, 1401 10:26
تهران کې د طالبانو ډيپلوماټانو ته د افغانستان د سفارت سپارلو په اړه له خپاره شويو راپورنو سره هممهاله د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني ويلي، چې د يوه ډيپلوماټ د ماموريت پای ته رسېدل او يوه بل ډيپلوماټ ته د سفارتي چارو سپارل د هغه سفارت په حقوقي وضعيت کې د بدلون په معنا نه دي.