د سحر افغانستان تلویزیون د شپږو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
د سحر افغانستان تلویزیون د شپږو بجو پښتو خبرونو سرټکي
د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډله، د آسیا ساحلي فوټبال سیالیو په خپله لومړنۍ لوبه کې، له بحرین څخه ماتې وخوړه.
د سوریې ولسمشر بشار اسد چې مسکو ته تللی، له ولادیمیر پوتین سره په لیدنه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پر دوام یې ټینګار کړی دی.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په چارو کې د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی.
د ملګرو ملتونو ویاند تهران ته د دې سازمان د لوی منشي د ځانګړي استازي سفر مثبت ګڼلی او هیله څرګنده کړې چې د یمن سولې لپاره به مناسبه فضا رامنځته شي.
په کابل کې د ایران سفیر، ایران ته د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست سفر مثبت ارزولی دی.
د ملي دفاع وزارت ویاند وايي چې افغانستان د خبرو له لارې له ګاونډیو هېوادونو سره د پوله ایزو ستونزو د هوارۍ غوښتنه کوي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په تېرو دوو ورځو کې له ایران څخه افغانستان ته نږدې پنځه زره کسان راستانه شوي دي.