هغه دوه ایراني پوځي سلاکاران چې په سوریه کې د صهیونستي رژیم له خوا شهیدان شوي وو، په تهران کې خاورو ته وسپارل شول.
اطلاعات او کلتور وزارت وايي چې د افغانستان ټول خبریالان به له دغه وزارت سره ثبت کيږي.
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو پښتو خبرونو سرټکي
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه ویاند: حامد حقمل
ځينې خبري سرچینو خبر ورکړی چې د اسراییلو د صهیونیستي نظام د قضایی نظام د سمون په غبرګون ۱۷۵ زرو کسانو په تل ابیب کې لاریونونه کړي.
د ا.ا.ا چارسمبالي حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې په کابل ښار کې د قران او کتاب نندارتون جوړ شوی.
د پاسپورت عمومي ریاست وايي چې په ۱۴۰۱ کال کې څه باندې ۵۰۰ زره پاسپورټونه وېشل شوي.
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر فیصل المقداد له ۱۲ کلونو وروسته قاهرې ته سفر کړی دی.
د طالبانو د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي د روغتیا د نړیوال سازمان له استازي سره په خبرو کې په افغانستان کې د غوره روغتیايي چوپړتیاوو وړاندې کولو د هڅو په اړه خبرې کړي.
د افغانستان د چارسنبالي حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په تېر کال کې له ایرانه ۸۰۰زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.