د یمن د انصار الله غورځنګ مشر سید عبدالمالک الحوثي پر سوریې د بریدونو دوام په اړه د صهیونیستي موقتي رژیم ته خبرداری ورکړ.
د نیمروز ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، چې په زرنج ښار کې یې د داعش ډلې پر یوه پټنځای عملیات کړي او د دغې ډلې ټول غړي یې وژلي دي.
د طالبانو د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي چې په تېر کال کې د افغانستان صادرات دوه میلیارده ډالرو ته رسېدلي دي.
په قطر کې د سولې او ډموکراسۍ د مطالعاتو مرکز په یوه راپور کې ویلي چې د امریکا له حضور پرته د افغانستان د مدیریت لپاره د اشرف غني د پلان نشتوالی په افغانستان کې د سولې د بهیر د ناکامۍ لامل و.
پاکستان یو ځل بیا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون او ملاتړ په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي چې د دغو ډلو ملاتړ په پاکستان کې د سولې د خرابېدو لامل شوی دی.
د ډبرو سکرو د صادروونکو ټولنه وايي، چې د تعرفې ډېروالي پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات کم کړي دي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وايي، زموږ موخه دا ده چې افغانستان په ټرانزیټي مرکز بدل کړو.
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو پښتو خبرونو سرټکي
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه ویاند: حامد حقمل
د افغانستان اوسني سرپرست حکومت د صهیونیستي رژیم دغه کړنې اسلامي ارزښتونو ته سپکاوی بللی دی.