-
ایران له خپل هیواد څخه د غیر قانوني کډوالو پر وتلو ټینګار کړی
حمل 19, 1403 13:48ایران یو ځل بیا خبر داری ورکړی چې له قانوني اسنادو پرته ټول افغان کډوال باید دغه هېواد پریږدي او خپل خپل هېوادونو ته ستانه شي.
-
زابل ولایت: له بې وزلو کورنیو سره نغدي مرسته ترسره کیږي
حمل 15, 1403 13:30د زابل ځايې مسؤلین وايې له دغه مرستو څخه ۱۵۰۰ کسانو ته د WFP موسسې په مالي ملاتړ دکلات ښاروالۍ له خوا د کار په بدل کې هر میاشت ۳۲۰۰ افغانۍ ورکول کيږي او څه باندي ۱۵۰۰ کورنیو ته بیا په وړیا ډول یاده نقدي مرسته توزیع کېږي چې د دوی په وینا دا لړۍ به شپږ میاشتي دوام وکړي .
-
آزاده سیالۍ: بازمحمد مبارز خپل فرانسوي سیال ته ماتې ورکړه
حمل 13, 1403 14:09باز محمد مبارز د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړی په دې بریالی شو چې خپل فرانسوي سیال ته ماتې ورکړي.
-
د ایران ولسمشر: د هېوادوالو رایو ته باید درنښت وشي
حمل 13, 1403 14:01د ایران ولسمشر د روژې مبارکې میاشتې قدر یویشتمه شپه د امام خمیني په زیارت کې نظامي چارواکو وته ویلي، د خلکو رایې ته باید درنښت قایل شي.
-
ننګرهار: په روژه کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي
حمل 12, 1403 15:02په ننګرهار ولایت کې خلک د روژې میاشت کې د خوراکي توکو د بیو د لوړوالي نه شکایت کوي. دوي له حکومت او په ځانګړي ډول د ښاروالۍ مسولینو نه غواړي چې د خوراکي توکي بيې کنټرول کړي. د دغه ولایت د ښاروالۍ مسولین بیا د نرخونو د کنټرول په موخه د يوې کمېټۍ د رامنځته کيدو او توکو د نرخونو د څارنې خبره کوي
-
د هرات د کوهیانو اوبه تیزابي شوي دي
حمل 12, 1403 14:19د هرات ولایت اوسېدونکي وايي، د هرات په مهمو سیمو کې د اوبو څاګانې یا کوهې تیزابي شوي او اوبه یي د څښاک وړ نه دي. ویل کیږي چې د دې ستونزې اصلي لامل د اوبو د څاګانو ترڅنګ د فاضله اوبو د څاګانو کیندل دي. هم مهاله د یاد ولایت د اوبو رسولو ریاست وايي، چې خپلو پیرودونکو ته څلریشت ساعته خوندي او باکیفیته اوبه ورکوي او خلک باید د څاه د اوبو پر ځای له دې ادارې څخه خدمات ترلاسه کړي.
-
زابل میشتي خیاطان: حکومت د جواز اخیستو لپاره لوړه بېیه ټاکلې ده
حمل 12, 1403 14:18د زابل مرکز قلات ښار یو شمېر خیاطان له قلات ښاروالۍ څخه د پوره پاملرني غوښتنه کوي . دزابل قلات ښار یو شمېر خیاطان وایې د قلات ښاروالۍ له خوا ورکړل شوي لوړ کاري جوازونه ، او دجامو ګنډولو ټیټي نرخ نامې په دلیل له بیلا بیلو ننګونو سره مخ دي
-
د جګړې مطالعاتو انستیتیوت راپور ته د سرپرست حکومت غبرګون
حمل 12, 1403 12:45د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جګړې د مطالعاتو انستیتوت د راپور ته غبرګون ښکاره کړی دی.
-
په ننګرهار کې له حرفوي زده کړو د لسګونه زده کوونکو فارغیدل
حمل 08, 1403 15:42په ننګرهار کې ۱۰۵ تنه د حرفوي زده کړو څخه فارغ او کاري وسایل پرې وویشل شول. مسولین وايي پدغو فارغانو کې له نيمي څخه زیاتې ښځې دي ، چې د خیاطۍ، موبیل ترمیم او بیک جوړولو حرفو کې شپږو میاشتنۍ روزنه ورکړل شوې. په همدې حال کې له حرفې زده کړو فارغ شوي خوښ دي، چې حرفوي زده کړي يې بشپړې او له درندو کارونو خلاص شول.
-
له زورواکو څخه په زابل ولایت کې د سلګونه جریبه ځمکې خلاصون
حمل 08, 1403 13:45د زابل ځايې چارواکي وايې د کډوالو اړوند دوه زره جریبه ځمکه له غاصیبینو خلاصه شوې . د چارواکو په خبره د مرکزي حکومت دهدایت پر اساس دغه ولایت کې د کډوالو ښارګوټي ته اړوند دوه زره جرییبه ځمکه له غاصیبنو خلاصه او د دې ترڅنګ هڅه کیږي چي له ګاونډویو هیوادونوڅخه رستانه شویو کډوالو ته پر همدې ځمکه ښارک جوړ کړي .