-
روسيې ته د لوړو زده کړو د چارسمبالي وزیر ندا محمد ندیم سفر
جوزا 17, 1402 19:04په دغه سفر کې به ندا محمد ندیم د تاتارستان د پوهنې او کلتوري چارواکو سره وګوري.
-
په ریاض کې د ایران د سفارت بیا پرانېستل کېدل
جوزا 17, 1402 19:01د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال: د دواړو هېوادونو د سفارتونو فعالیتونه د دواړو لوریو په همکاریو کې اسانتیا رامنځته کوي. په ریاض کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت تر اووه کلن ځنډ وروسته په رسمي ډول پرانېستل شو.
-
د بدخشان د والي د مرستیال د وژلو پړه داعش په غاړه اخیستې ده
جوزا 17, 1402 18:59داعش ډلې د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د مرستیال والي پر موټر د چاودنې مسوولیت منلی دی.
-
په افغانستان کې د کوکنارو کښت په بې ساري ډول کم شوی دی
جوزا 17, 1402 18:53د جغرافیايي معلوماتو د چمتو کوونکې ادارې یا الیسیس موندنې ښيي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت په بې ساري ډول کم شوی دی.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو پښتو خبرونو سرټکي
جوزا 17, 1402 18:52د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو پښتو خبرونو سرټکي
-
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د صهیونستانو پر وړاندې ۱۴ عملیات شوي دی
جوزا 17, 1402 18:42د فلسطین د مقاومت ځواکونو په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې په باختري کرانه کې دصهیونیستانو پر وړاندې څوارلس عملیات کړي دي.د معطی د راپور له مخې د فلسطین د مقاومت ځواکونو د باختري کرانې او نیول شوي قدس په ګڼو سیمو کې د صهیونیستي پوځیانو پر مرکزونو مرمۍ ورولي او د چاودېدونکو توکو په کڅوړو يې ورسره مبارزه کړې.
-
د پاکستان ځانګړی استازی: د افغانستان ټول ګاونډي هېوادونه امنیتي اندېښنې لري
جوزا 17, 1402 18:38د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو له مرکز سره په مرکه کې ویلي. افغانستان اجازه نه لري چې په خپله خوښه او طبیعت مخته ولاړ شي ځکه ټول ګاونډیان یې امنیتي اندېښنې لري.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
جوزا 15, 1402 18:48د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه ویاند: حامد حقمل
-
په ننګرهار ولایت کې يوې سيمه یيزې راډيو بيا ځلي په کار پيل کړی
جوزا 15, 1402 18:46په ننګرهار يوې سيميزه راډيو بيا ځلي په فعالیت پيل وکړ.د سيميزو راډيوګانو د اتحاديې مشر وايي پدې ولایت کې ۲۰ راډيوګانو فعالیت کوه، چې ځينو يې د اقتصادي ستونزو له امله خپل نشرات بند کړي دي.د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسولین وايي د سيميزو راډيو ګانو د ستونزو حل لپاره د مالي منابعو پيدا کولو او دوی لپاره د اسانتياو د برابرولو په برخه کې هڅي کوي.
-
په زابل ولایت کې د فوټبال سیالۍ ،د اتحاد لوبډلې د دوه پر صفر په توپير لوبه وګټله او د دغو سیالیو اتلولي په خپل نامه کړه
جوزا 15, 1402 18:43د فوټبال فدراسیون له خوا په زابل ولایت کې د شپاړسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې. په دغو سياليو کې چې د یاد ولايت په شاجوى ولسوالۍ کې پيل شوې وې، شپاړس لوبډلو په کې برخه اخیستې وه.