-
د کابل ـ جلال آباد پر لويه لار د ترافیکي پېښو د مخنيوي لپاره هڅې
جوزا 22, 1402 18:10د موټر چلوونکو د چټکتیا د څارلو او کنترول په موخه ګرځنده اله په کار اچول شوي.د لغمان ترافیکو د پيښو امر وايي چې پدې لویه لار د ترافیکو اصولو د مراعت کولو لپاره لوحې لګول شوي ، خو د موټر چلوونکي د ترافیکو اصول نه مراعت کولو له امله ترافیکي پيښې رامنځته کيږي. دوی وايي ددې ګرځنده الی په واسط هغه تيز رفتار موټر په نښه کوي، لومړی توصیه کوي، بیا اختطاریه ورکوي او له هغې وروسته ورسره قانوني چلند کوي.
-
زابل کې د رزمي سيالیو پيلېدل
جوزا 22, 1402 18:06دغو سياليو کې د لسو ولايتونو ورزش کارانو ګډون کړی. د دې ولایت د ورزش برخي مسؤلین خبر ور کوي چې دځوانانو دیوالي تر عنوان لاندي به زابل کې دلس ولایتونو د ورزش کارانو تر منځ رزمي سیالۍ ترسره کېږي .ورته مهال دیادو سیالیو ګډون وال د دې ډول سیالیو دپراخته غوښتنه کوي، او دا دورزش کارو ځوانانو لپاره د هڅوني ترټولو یوه غور لار ګڼي.نورحال د زابل څخه زموږ د خبریال محمدلعل امیری يه چمتو شوې راپور کې.
-
د کابل په زرنګار پارک کې د کتابونو د نندارتون جوړېدل
جوزا 22, 1402 18:02د کتاب او کتاب لوستلو اونۍ په مناسبت د کابل په زرنګار پارک کې د کتاب او قرانکریم نندارتون جوړ شوی. په دغه نندارتون کې د ځوانانو په منځ کې د لوستلو د فرهنګ د دودولو په موخه د سلګونه کتابونه، لاسي صنایع او انځوریز اثار نندارې ته ایښودل شوي دي.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو پښتو خبرونو سرټکي
جوزا 22, 1402 17:47د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو پښتو خبرونو سرټکي
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
جوزا 20, 1402 18:32د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د منځنۍ اسیا د اتلولۍ د فوټبال سیالیو پیلېدل
جوزا 20, 1402 18:17د منځنۍ اسیا د فوټبال د اتلولۍ سیالیو لومړی پړاو به نن شپه د قرغیزستان په کوربه توب پیل شي.
-
بوریس جانسن د شخصي او اداري فسادونو تر څرګندېدا وروسته استعفا کړې
جوزا 20, 1402 18:15د برتانیې د پخواني لومړي وزیر بوریس جانسن د اداري او شخصي سردردیو د ښکاره کیدو تر کړکیچونو وروسته، نوموړي د دغه هیواد له پارلمان څخه استعفا کړې ده.
-
پاکستان له ایران سره د سمندري اتحاد پر جوړولو غور کوي
جوزا 20, 1402 18:10د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي، هېواد به یې د ټولیز امنیت د رامنځته کولو په موخه د سمندري اتحاد د جوړولو لپاره د ایران پر وړاندیز غور وکړي.
-
د افغانستان لپاره د برتانیې د سفارت د نوي شارژدافیر ټاکل
جوزا 20, 1402 18:07د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې رابرټ چترټن ډیکسن په افغانستان کې د بریتانیا د سفارت د شارژدافیر په توګه ټاکل شوی دی.
-
د ټاپي پروژې د عملي چارو د پیل په موخه هڅې
جوزا 20, 1402 18:02.پاکستان له ترکمنستان سره د دغې پروژې د پلې کېدا د پلان د لاسلیکولو خبر ورکړی د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف دفتر په یوه وینا کې ویلي چې دغه پلان د ترکمنستان د دولت وزیر او د ترکمنستان د ګازو د مشر او د پاکستان د نفتو په چارو کې د دولت وزیر له خوا لاسلیک شوی دی.