-
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: له افغانستان څخه وتل یوه ستره ماته وه
سرطان 10, 1402 18:33له نږدې دوو کلونو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوه زره یو ویشتم کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو وروستی راپور خپور کړی.
-
فرانسه په اړودوړ او د نیوکو په لمبو کې
سرطان 10, 1402 18:31په دغه هېواد کې د ناکراریو په څلورمه شپه تر زرو ډېر لاریونوال نیول شوي. د فرانسې د کورنیو چارو وزارت وايي، د ناکراریو په څلورمه شپه په ټول هېواد کې تر زرو تنو ډېر لاریونوال نیول شوي دي. په ورته وخت کې ، د فرانسې ولسمشر ایمانویل میکرون له پلرونو غوښتي چې تنکي ځوانان په کورو کې تر څارنې لاندې وساتي.
-
سپېڅلي قرانکریم ته د سپکاوي په اړه پرله پسې غبرګونونه
سرطان 10, 1402 18:25د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي همکاریو د سازمان له عمومی منشی سره په ټیلیفونی خبرو کې، په سویډن کې د قرآن کریم د سپکاوی وروستی چلند غندلی او وړاندیز يې کړی دی چې د دغې موضوع د حل لپاره دې بیړنۍ غونډه جوړه شي.
-
په ننګرهار ولایت کې د ملاریا ناروغۍ ډېرېدل
سرطان 10, 1402 18:22هره ورځ په سلګونه ناروغان روغتیايي مرکزونو ته د درملنې په موخه ورځي. روغتیایِ مسوولین د ماشلومو(پشه خانو) د پرېمانه وېش خبر ورکوي.
-
په کندهار ولایت د لوی اختر لمانځنه
سرطان 10, 1402 18:19د کندهار اوسېدونکي وایي، د اختر مېلې په خوښۍ لمانځي او ډېری ځوانان له بېلابېلو سیمو څخه راغلي دي. د دوی په وینا، دا چې امن دی جنګ جګړې نشته دوی ډېر خوشحاله دي.
-
د دفاع وزارت: ازبکستان او تاجکستان دې د افغانستان چورلکې بېرته ور وسپاري
سرطان 10, 1402 18:15د چارسمبالي حکومت د دفاع وزارت یو ځل بیا له تاجکستان او ازبکستان څخه غوښتي چې د ګاونډیتوب او ډیپلوماتیکو اړیکو د اصولو په پام کې نیولو سره دې دغو هېوادونو ته سپارل شوې چورلکې بېرته افغانستان ته ورکړي.
-
د افغانستان او عربستان د روغتیا د وزیرانو ترمنځ خبرې
سرطان 10, 1402 18:12دواړو لوریو په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو په اړه خبرې کړي. د افغانستان د عامې روغتیا وزیر له خپل سعودي سیال سره په کتنه کې په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو په اړه خبرې وکړې.
-
په افغانستان کې د القاعدې د نه شتون په اړه د امریکا ادعا
سرطان 10, 1402 18:08په ورته وخت کې د چارسمبالي حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په افغانستان کې د القاعده ډلې د نه شتون په اړه د امریکا د ولسمشر د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د بایډن خبرې رښتیا دي.
-
د اقتصاد او سولې د انستیتوت د راپور په اړه د افغانستان غبرګون
سرطان 10, 1402 18:01ذبیح الله مجاهد وايي چې د نړۍ د نا امنه هېواد په توګه د افغانستان نوم یادول عادلانه کړنه نه ده. افغانستان چارسمبالي حکومت په استرالیا کې د اقتصاد او سولې د انسټیټیوټ د کلني راپور په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دغه راپور عادلانه نه دی ځکه چې افغانستان په کې د نړۍ تر ټولو ناامنه هېواد ګڼل شوی دی.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو پښتو خبرونو سرټکي
سرطان 10, 1402 17:48د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو پښتو خبرونو سرټکي