د وزیر اکبر خان دوه یمه درجه ولایتي سیالۍ چې هر کال ترسره کیږي، سږ کال په کې ۳۱ لوبډلې ګډون لري چې ډېر ژر به د خوست، ننګرهار او کندهار پر څلورو لوبغالو پیل شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ اداره وايي چې د لوبغاړو جېم تر بیارغونې او د درملنې مرکز تر جوړولو وروسته ګټې اخيستنې ته چمتو شول.
ښايي افغان کرېکټ لوبډله په مارچ میاشت کې له پاکستان سره د ملګرتیا سیالۍ وکړي.
د افغان کرېکټ ادارې عمومي رییس میرویس اشرف عربي متحده اماراتو ته تللی او هلته یې په دې تړاو د هند، سریلانکا او پاکستان کرکټ ادارو له مشرانو سره خبرې کړي دي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګې اړوند د د ۲۰۲۲م کال د کلبونو په کچه سیالیو وروستی پړاو، د هېواد د پنځو زونونو د غوره کلبونو ترمنځ د اتلولۍ جام سیالۍ پیلیږي.
په دغه مهالوېش کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۳ م کال د سیالیو مهالوېش ښودل شوی دی.
دغه لوبه چې پرون د جمعې په ورځ په سریلانکا کې پیل شوه د ۳ یوورځنیو لوبو له ډلې لومړۍ لوبه وه چې د افغان ملي لوبډلې په بریا پای ته ورسېدله.
د سپین غر زون لوبډلې په خپله دوه یمه پاڼۍ کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۱ منډې جوړې کړې او په لومړۍ پاڼۍ کې د مخکېوالي پر مټ یې مس عینک لوبډلې ته د ۴۲۷ منډو هدف وټاکه.
د مس عینک زون لوبډلمشر شاهدالله کمال د سپین غر زون پر وړاندې خورا ښه ولوبېدو.
نن سهار لومړی د زیمبابوې او بنګله دېش د ټیمونو ترمنځ لوبه وشوه او د بنګله دېش ټیم وکولی شوئ چې د دریو منډو په توپیر زیمبابوې ټیم ته ماتې ورکړه. د پاکستان ټیم کرېکټ لوبډلې بیا د هالنډ تیم ته د شپږو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.