څنګه کولای شو چې پاک شوی مسیج یا معلومات بېرته وګورو؟
قوس 22, 1401 12:37 Asia/Kabul
که چېرې مقابل لوري د دواړو لوریو له پاره مسیج پاک کړی وي نو موږ څنګه کولای شو هغه بېرته وګورو؟ په دغه ويډیو کې يې له موږ سره وګورئ!
که په مسینجر يا واتساپ درته مسیج راشي او مقابل لوری یې بېرته لېرې کړي تاسې یې سره له لېرې کولو یا ډيلټ کولو هم کتلی شئ.
لومړی به د (unseen messenger ) اپلیکیشن انسټال کړئ ، لکه څنګه چې په ويډیو کې ښودل شوې، بیا کولای شئ چې په واټساپ یا مسینجر باندې ډیليټ شوي مسیجونه وګورئ.
د واټساپ په مسینجر کې يې بله ګټه دا هم ده چې که تاسې نه غواړئ څوک پوه شي چې تاسې مسیجونه کتلي نو هغه د واټساپ مسیجونه هم دلته کتلی شئ خو مقابل شخص به نه پرې پوهيږي.