قوس 17, 1401 12:01 Asia/Kabul
  • په نړۍ کې د تر ټولو تیزې وړانګې څرک ولګېد.

دا ګاما وړانګه چې په نړۍ کې د الیکترومقناطیس تر ټولو د لوړې انرژۍ چاودنه ده، په لومړي ځل د اکتوبر په ۹ مه د یوه ټیلسکوپ په وسیله وموندل شوه.

په نړۍ کې تر ټولو د تیزې وړانګې څرک ولګېد.

د امریکا پوځي سپوږمکیو په ۱۹۶۰ مه لسیزه کې په تصادفي ډول ګاما وړانګې کشف کړې وې. دا ډول وړانګې احتمالاً کله چې د سترو ستورو عمر پای ته رسیږي او مخکې تر دې چې په بلک هول یا تور سوري بدل شي یا کله چې د نیوتروني ستورو پاتې شونې له یو بل سره ټکر کوي، رامنځته کېږي.

دا ډول چاودنې په څو ثانیو کې دومره انرژي رامنځته کوي چې لمر یې د خپل عمر په ۱۰ میلیارد کلونو کې تولیدوي.

هغه وړانګه چې د اکتوبر په ۹ مه یې څرک ولګېد، تراوسه پورې په درست عالم کې په کشف شویو وړانګو کې تر ټولو قوي او تیزه وه. د دې وړانګې انرژي ۱۸ تیرا الکترون ولټه (TERAELECTRONVOLT) وه. تیرا الیکترون ولټ د ۱۲ په توانه ۱۰ معادل انرژۍ واحد دی.

تگ