د کروندګرو کار اسانه شو.
په نیوزیلنډ کې یوې کمپنۍ داسې کرنیزه وسیله یا واسطه جوړه کړې چې د کروندګرو اړتیا کموي او اکثره کارونه یې په خپله کوي.
په نیوزیلنډ کې یوې کمپنۍ داسې کرنیزه وسیله یا واسطه جوړه کړې چې د کروندګرو اړتیا کموي او اکثره کارونه یې په خپله کوي.
دا نقلیه وسیله د نیوزیلنډ د کرنیزو صنعتي محصولاتو تولیدوونکې روباټیکس پلس کمپنۍ جوړه کړې ده.
د انتترسټینګ انجینیرینګ ویبپاڼې د راپور له مخې، دا وسیله پر کښتونو حشره وژونکي مواد شیندي، خشاوه کوي، سره شیندي، د بوټي د کیفیت جاج اخلي او ګڼ نور کارونه کوي.
د روباټیکس پلس کمپنۍ یوه موسس او اجرايي ريیس سټیو سنډرز وویل، ده او ټیم یې له کروندګرو سره مرسته کړې چې داسې نقلیه وسیله جوړه کړي چې په راز راز چاپېریالونو کې کار کولی شي او په څو برخو کې ورڅخه ګټه اخیستل کېدای شي.
په پرمختللیو هېوادونو کې، چې صنعت وده کړې، ډېر خلک کروندګرۍ ته زړه نه ښه کوي ځکه چې کار یې سخت دی او ګټه وټه پکې هومره نه شته نو له همدې کبله په دغو هېوادونو کې ډېره کرنیزه مځکه شاړه پاتې کېږي. خو روباټیکس پلس کمپنۍ هیله لري چې د دې نوي ماشین په وسیله به د کروندګر و کار اسانه کړي او کرنې ته به هغوی تشویق کړای شي.