قوس 17, 1401 11:51 Asia/Kabul
  • د نړۍ تر ټولو سترې الوتکې تر ږغ چټکه وسیله پورته کړه.

د نړۍ تر ټولو سترې الوتکې، چې وزرونه یې د فوټبال د یوه میدان هومره دي، تر ږغ چټکه یوه نقلیه وسیله اسمان ته پورته کړه.

د سپېس ویبپاڼې د راپور له مخې، دغه وسیله چې Roc  الوتکې پورته کړې، تالون A نومېږي او ستراتولنچ کمپنۍ جوړه کړې ده.

دا نقلیه وسیله، چې پخوا د (Hyper-A) تجربوي نقلیه وسیله ګڼل کېده، تر ږغ د چټکو ازمېښتونو او څېړنو لپاره جوړه شوې ده.

د نړۍ تر ټولو چټکې الوتکې دا وسیله، چې ۸ متره اوږدوالی لري، د کلیفورنیا مجاوې دښتې فضا ته یووړه.

دغه الوتنې ۵ ساعته دوام وکړ او په لړ کې یې الوتکه له مځکې څه باندې ۷ زره متره لوړه شوه.

د ستراتولنچ کمپنۍ پر اساس، دا الوت یومخ بریالی و.

تگ