قوس 17, 1401 11:20 Asia/Kabul
  • لېړوګان(بېنډۍ) او ګټې يې وپېژنئ!

لېړوګان یا بېنډۍ د سمبل د کورنۍ یوه ګل دی، چې دا ګل په آسیا او افریقا کې ډېر پیدا کیږي.

لېړوګان (بېنډۍ) څه ډول سبزي ده؟

 بېنډۍ یا لېړوګان د سمبل د کورنۍ یوه ګل دی، چې دا ګل په آسیا او افریقا کې ډېر پیدا کیږي.

 هرډول خواړه په بېلابېلو سيمو یا ځایونو کې په مختلفو نومونو یادیږي.

لېړوګان په افغانستان کې هم ډېر نومونه لري، څوک ورته بامیه، بنګړۍ، لېړو او ځیني خو حتا بامیان هم ورته وایي. په ټوله کې دغه خواړه د پښتنو په سيمه کې د بېنډۍ په نوم ډېر پېژندل کیږي. بېنډۍ وچ او تازه په دواړو ډولو خوړل کیږي وچې بېنډۍ بیا خلک په ژمې، چې تازه نه موندل کېږي او یا که پیدا هم شي، ډېرې ګرانې وي، خوري.

بېنډۍ داسې خوندور خواړه دي چې د پوستکي ښکلا سربېره، د ډېرو ناروغیو درملنه کوي. ډېری خلک دا خواړه خوښوي، خو یو نیم داسې خلک هم شته چې لېړوګان یې نه خوښیږي. د هغو لپاره پکار دا چې دا ګټې تر پایه ولولي:

۱- لېړوګان د لوږې مخه نیسي.

په لېړوګانو کې شته انرژي له تاسې سره مرسته کوي چې ژر د لوږې احساس ونه کړئ، په منظم ډول د دې سبزۍ خوړل د وزن په کموالی کې پوره اغیزه لري.

۲- لېړوګان ستړیا له مینځه وړي.

ایا تاسو د ورځې یا شپې په تېرېدو سره د ستړیا احساس لرئ؟ د څېړنې پر اساس، لېړوګان ډېر ګلوکوز لري چې د ستړیا مخه نیسي او تاسو ته لا ډېره انرژي درکوي چې ښه فعالیت وکړئ.

۳- د لېړوګانو خوړل د کولیسټرول کچه راټیټوي.

څیړنو ښودلې چې بینډې کې شته انرژي د آنټي اکسیدان خواص لري، دا د دې سبب کیږي چې په بدن کې د کولیسترول اندازه راټیټه کړي.

۴- لېړوګان د جګر د ناروغۍ خطر کموي.

څېړنې ښیي هغه خطرناک هورومونونه چې په بدن کې د ځيګر ناروغۍ لامل کیږي، د بنډۍ په خوړولو سره د دې هورمونونو اندازه کمیږي او د جګر د ناروغۍ مخه نیول کیږي.

۵- لېړوګان د کلسیم د کموالي مخه نیسي.

که چېرې شکر یا قند لرئ، نو تر ټولو ښه خواړه لېړوګان یا بېنډۍ دي چې دا د بدن کلسیم پوره کوي. کلسیم د هډوکو پیاوړتیا، د وینی فشار تنظیمول، د زړه روغتیا ښه کول او د وینه کولیسټرول کموالي کې مهم رول لري.

۶- بېڼدۍ د شکر ناروغۍ کنترولوي.

د شکرې ناروغۍ شمېر هرکال زیاتیږي. بېنډۍ د نورو ګټو ترڅنګ کولی شي د شکر ناروغۍ مخه ونیسي. د بېنډۍ تخم د دې لامل کيږي چې د وینې ګلوکوز کم کړي، او د شکر ناروغۍ درملنه وکړي. برسېره پر دې، څېړنو ښودلې چې د بېنډۍ اوبه د ویني د ګلوکوز کنټرول ښه کوي د شکر په درملنه کې ښه اغیزه لري.

ژباړه: محمدي

تگ