قوس 15, 1401 18:19 Asia/Kabul
  • ماشومان او تکنالوژي

د تکنالوژۍ کارول د ماشومانو په هوښیارتیا کې ونډه لري خو له حد نه ډېر کارول یې د اروايې ګډوډیو یا (اوتیزم) د رامینځته کېدو لامل کیږي.

ماشومان او تکنالوژي

په دغه وروستیو کې یوه مشهور ارواپوه ویلي دي چې د تکنالوژۍ کارول د دې سبب کيږي چې په ماشومانو کې له یوبل سره د خواخوږۍ کچه را ټیټه کړي.

آیا دا ښه ده چې له تکنالوژۍ او په ځانګړې توګه له ځیرکو موبایلونو سره دماشومانو دمیني کچه راکمه کړو؟

مک ګیل کرایست وايي: ځيني ښوونکي پیژني چې باید خپلو زده کونکو ته ( دڅيرې بیلا بیل حالتونه) ورزده کړي. ((ما له ځینوښوونکو سره خبرې وکړي. دوي وايې چې یو پر درېیمه برخه زده کونکي يې نشي کولاي چې د نورو د څيرې حالتونه او احساسات درک کړي.)) آیان د دې ستونزې دلیل د  ماشومانو د ژوند د ډول بدلون، او د تکنالوژۍ ډېر کارول بولي.

آیان مک ګریل کرایست وايي (( د هغو پنځه کلنو ماشومانو شمېر په زیاتېدو دی چې نه شي کولای د یو چا حالت د هغه له څیرې نه وپیژني او ورسره خواخوږې ښکاره کړي. تېرو نسلونو ماشومان داسې نه و.))

ده په تلګراف مجله کې دې ټکې ته اشاره وکړه چې(( د دې وخت ماشومان د تېر په پرتله، ډیر وخت په مجازې نړۍ کې تېروي او د  واقعې نړۍ غوندې له ژوند سره نه مخ کیږي.))

مک ګریل کرایست وايي چې دوي له یو بل سره دلوبو په کولو، موبایلونو ته ګوري. په مخکي وختونو کې به ماشومانو په ګډه لوبې کولي او ټولنیزې تجربې او مهارتونه به یې زده کول.

په دې ستونزه کې د کورنۍ د ژوند بدلون هم بې اغیزې ندی. مور او پلار یې غواړې ډیرې چارې ترسره کړي او هر یوه ته ځان ورسوي. دا مهال نو ماشومان یا له تلویزیون او یا هم له ځیرکو موبایلونو سره وخت تیروي. دا ستونزه په رښتیا هم دې اندیښنې وړده.

((اوتېزم)) بیلابیلې نښې لري. دا ډول ماشومان یواځې په خپل ځان کې پاتي کیږي او بیلابیل ټولنیز موقعیتونه نشی درک کولای.

ځیني پوهان فکر کوي چې ستونزه تر دي هم پیچلې ده.

په دورهام پوهنتون کې د ارواپوهنې ډاکټره ((نادیا رایسلند)) هم، د مک ګیل کرایست خبره تاییدوي، او وایې چې: د احساساتو په بیان کې ستونزه او له خپل فرهنګ نه لیرې والی يې هم بدې پایلې کیدای شي.

ژباړه: سیف خوستی

تگ