سکل سیل هغه ناروغي ده چې د وینې سرو کرویاتو باندې برید کوي.
سکل سیل sickle cell هغه ناروغي ده چې د وینې سرو کرویاتو باندي برید کوي. سرو کرویاتو کې “هیموګلوبن” په نامه پروتینونه شته چې ټول وجود ته د اکسیجن رسولو دنده لري. دا ناروغي همدا هیموګلوبین ضعیفوي او تر فشار لاندې یې راولي.
هیموګلوبین هغه پروټین دي، چې د وینې په سرو کرویاتو کې وي او دنده یې وجود کې د اکسیجن وېشل دي.
دا پروتین د وینې په دوران کې حرکت کوي او سږو نه اکسیجن را اخلي او ټول وجود کې یې ویشي، همدا د هیموګلوبین فعالیت د حجراتو د ژوندي پاتي کیدلو سبب کیږي.
کله چې یو څوک د “سکل سیل” په ناروغي اخته شي، دغه پروسه ستونزمنه شي او هیوګلوبین نه شي کولي په سمه توګه ټول وجود ته اکسیجن ورسوي .
طب پوهان وجود کې د اکسجن کمبود ته SCD وايي.
دا ناروغي ډېری وخت په ماشومانو کې لیدل کیږي او پیدا کیدل یې هم په ارثي توګه دي.
د متخصیصینو د وینا په حواله په سکل سیل یا SCD اخته ناروغان په حمله وار شکل سره شدید درد لري.
دا ناروغي وجود کې د التهاباتو سبب هم جوړیږي، چې د مریض ژوند ته خطرناکه ثابتیدلی شي.
په عامه توګه دا ډول ناروغان د وینې له کمي سره مخ وي، او ډېر سخت ضعیفه هم وي، چې اصلي دلیل په وجود کې همدا د اکسیجن کمی دی او همدا د اکسیجن کموالی د دې سبب کیږي، چې حجرات له فعالیته پرېوزي.
د دې ناروغۍ تشخیص چې څومره کم عمر کې وشي همدومره یې درملنه اسانه وي، ناروغ باید سم د لاسه د درملنې لاندې ونیول شي.