نن د معلولینو نړیواله ورځ ده.
قوس 12, 1401 15:33 Asia/Kabul
د ډسمبر درېیمه د معلولانو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
ملګرو ملتونو د دغې ورځې په مناسبت په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، د نړۍ په ګوټ-ګوټ کې ۱٫۳ مېلیارده کسان له ډول ډول معلولیته کړېږي.
بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا د اټکل له مخې وايي، د افغانستان پنځلس سلنه وګړي معلول دي. دغه دفتر په یوه ټویټ کې زیاته کړې، معلول کسان له بحرانونو اغېزمن شوي او تر څنګ یې خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې له ډېرو خنډونو سره مخ دي.