د ټولنیزو شبکو ګټې
د ټولنیزو شبکو کارول سره له دې چې ګټه لري خو زیانونه هم لري چې د ډېرو لږو خلکو ورته پام وي.
۱. نړیوالې اړیکې: د ټولنیزو شبکو پرمټ کولای شو د نړۍ له وګړو سره اړیکه ولرو او له ډېرڅه ځانونه خبر کړو.
۲:په حقیقت کې داسې ډلې شته چې تاسې کولای شئ خپل نظرونه ورسره تبادله کړئ. د هغوی نظر واورئ او خپل نظر ورسره شریک کړئ.
3. د وخت سپما او د پیغام چټک لېږد: پخوا به خلکو د یو بل خبرولو او هغوی ته د یوه پیغام لېږلو له پاره لیکونه لېږل رالېږل خو ا وس چې ټولنیزې شبکې شته نو دغه کار په چټکۍ سره ترسره کېدلای شي حتی په ډېر کم وخت کې .
۴-اضافي معلومات: له ټولنیزو شبکو او انټرنټ څخه کولای شو د ځا له پاره په کم وخت کې د اړتيا وړ مواد ومومو او له هغې ګټه واخلو خو یوڅه ته مو پام وي چې د دغو معلوماتو په اړه ځان ډاډه کړئ.
5-اعلان ورکول: په ټولنیزو شبکو مثلا فیسبوک کې کولای شئ خپلې سوداګريزې خبرتیاوې او د کار په اړه معلومات خپاره کړئ.
6. د مهارت تبادل: د ټولنیزو شبکو پر مټ کولای شو یو له بله سره مهارتونه تبادله کړو ترڅو هر یو ترې ګټه واخلي. .
۷- د تېرو ټکو په تایید، په ټولنیزو شبکو کې موږ کولی شو د سیاسي نظریاتو په اړه هر ډول معلومات ، عکس ، اعلان یا حتی متنونه خپاره کړو.
۷. د فعالیت پیاوړتیا
نن ورځ ، د اداري فساد ، جرمونو یا ځینو ټولنیزو نابرابریو طرحې روښانه کیږي. تاسو کولی شئ په فیسبوک یا ټوېټر کې کمپاینونه وکړئ او خپلو موخو ته ځان په کې ورسوئ.
۸. پوهه: تاسو کولی شئ داسې بې شمېره خلک ومومئ، چې د ټولنیزو شبکو له لارې خپله علمي پوهه شریکوي. حتی داسې کسان شته دی چې د مجازی ټولګي په توګه ویډیوګانې خپروي.