قوس 09, 1401 18:42 Asia/Kabul
  • د ډېرو خوږو خوړو زیانونه

ښايي اوس به ډېر خلک د زیاتو خوږو د خوړولو په زیانونو پوهیږي. هر هغه ګتور خواړه چې له اندازې زیات شي د ګټې په ځای تاوان لري، نو په کار ده چې د خوږو خوړو په خوراک کې هم له احتیاطه کار واخلو.

یو شمیر کسان په دې باور دي چې ککاو، چاکلېټ او داسې نور خواږه خواړه انسان چاغوي. هغوی چې غواړي وزن یې ډېر شي نو کوښښ کوي چې خواږه خواړه ډېر وخوري. مګر دوی په دې نه پوهیږي چې خواږه خواړه ډېر زیانونه هم لري.

ډېری خلک د جنیټیکي خواصو له مخې نه چاغیږي، دا ډول خلک بیا په دې اند دي، چې که موږ څومره خواږه وخورو، دا خواږه چې موږ نه چاغوي، نو روغتیا ته مو هم تاوان نه لري. مګر دا ډول فکر سم نه دی.

دا خلک باید پوه شي، سره له دې چې خواږه یې نه چاغوي، خواږه یې په بدن کې په وازګو بدلیږي چې روغتیا ته ډېر زیان لري.

خواږه شیان خوړل په غاښونو بده اغېزه کوي. روغتیا پالان وايي د خوږو شیانو خوړل په خوله کې داسې میکروب زیاتوي چې له امله یې په غاښونو کې ناروغۍ رامنځته کوي او همدا ډول په ساه اخیستلو کې بوی هم رامنځته کوي.

څېړنو ښودلې ده چې د خوږو خوړو خوړل د انسان دفاعي سیستم کمزوری کوي، په همدې ډول بدن د موسمي ناروغیو دفاع نه شي کولی چې بدن کمزوری شي، بیا د یو شمېر ناروغیو ښکار کیږي.

څېړنو موندلې، د خوږو شیانو خوړل په یو شمېر خلکو کې د چاغېدو تر څنګ، په ځیګر کې وازګې یا شحمیات پیدا کوي، د زړه د ناروغۍ سبب کیږي، د وینې غوړ پیدا کوي، د زړه رګونه بندوي، د شکرې ناوغۍ لامل کیږي، د ویني فشار لوړوي، دې ته ورته بې شمېره ناروغۍ دي، چې د خوږو خوړو له ډېر خوراک څخه انسان ته پیدا کیږي.

تگ