قوس 09, 1401 13:01 Asia/Kabul
  • جي پي اسGPS څه شی دی؟

پخوا زمانه کې به چې کله خلک بهر ته په کوم لېرې سفر وتل نو ددې لپاره چی دوی خپله د منزل لاره غلطه نه کړي مختلفې طریقې به یې کارولې. ځينې له دغو طریقو نه د نقشې کارول یا هم هغه چی زمونږ په وطن کې ډېرعام و، هغه د ستورو په مرسته د لارې پیدا کول و او خپل منزل ته به یې په همدې طریقه ځان رساوه.

    اوس حالت بدل دي، ۲۱ پیړۍ ده. نن سبا یوه کوچنۍ اله چی له ($۱۰۰ ) کمه بیه لري کولای شي د نړۍ په هر کونج او هره نقطه کی ستاسې موقیعت در معلوم کړي. دغه اله (GPS ) یا Global positioning system   ) ده چې ستاسې موقیعت دنړۍ په هر ګوټ کې درپه ګوته کوي.

S جي پي اس څه شی دی؟ )GPS ) په حقیقت کی په فضاء کې د ۲۷ سپوږمکیو(سیټالیټونو) څخه جوړ د یوه سیستم نه په استفادې سره مونږ ته خپل موقیعت ښيي چی له دوی څخه ۲۴ یې هر وخت فعاله وي او ۳ یې ددي لپاره چی په نورو کی تخنیکې ستونزې پيښې شي نو یو له دغو ۳ نه د هغوئ ځائ نیسي. دغه سیستم امریکايي فوځ د خپلو فوځیانو د لارښوونې او د هغوی حرکات په نظر کې ساتلو لپاره په ۱۹۷۳ کال کی جوړول پيل کړل تر څو په ۱۹۹۵م کال کې یې پوره په فعالیت پیل وکړ خو ډېر ژر په ۲۰۰۰م کال کې د عامو خلکو د استفادې لپاره پرېښودل شو.

دغه سپوږمکئ چی وزن یې له ۵.۱ ټنو څخه تر ۲ ټنه پورې رسیږي له ځمکې نه په یوه دایروي مدار کی چی ۱۹۰۰۰ کیلو متره پورته دی په(۷۰۰۰ ) میل/ساعت حرکت کوي چی په ورځ کی هر یوه لدغو سپوږمکیو نه دوه ځلې خپل دور له ټولې ځمکې نه سرته رسوي. (GPS ) سپوږمکۍ ۱۰ کاله ژوند لري چې پس له ۱۰ کالو له فعالیت نه لویږي او د ځمکې د کنټرول مرکز له خوا یا خو بیرته ځمکې ته راښکته کیږي او یا هم فضاء هغه مدارونو ته چی هلته نورې سپوږمکۍ نه وي لېږدوي . دوی په خپلو مدارونو کی پداسې شکل سره ځای پر ځای شوي دي چی په هر یو وخت د ځمکې په هره  نقطه کې تر ۴ پورې سپوږمکۍ په فضاء کې ښکاره وي یعنی په هر ۱۵درجې عرض البلد یوه سپوږمکۍ ، د (GPS ) دنده دا ده چی لدغو سپوږمکیو سره ځان د رادیوي امواجو په مرسته وصل کړي د هغوئ نه خپله فاصله معلومه کړي او لدغو معلوماتو نه په استفادې سره مونږ ته خپل موقیعت وښيي.

(GPS ) د یوې اسانه الجبري قاعدې نه په استفادې سره چې د ټرای الټریشن (trilateration )په نوم سره یادیږي مونږ ته خپل موقیعت معلوموي. دغه الجبري قاعده په لاندې ډول ده:

داسې فکر وکړئ چی تاسې په یوه نامعلوم ځای کی ورک یاست او ستاسې سره هیڅ معلومات نشته چې تاسې کوم ځاۍ کی یاست خو که یو نفر تاسې ته دا معلومات درکړي چی تاسې له یو ښار نه ۸ کیلومتره لرې یاستئ نو که تاسې یوه دایره چی قطر یې ۸ کیلومتره وي له همغه نقطې رسم کړئ نو تاسې اوس پدغه دایره کی دننه قرار لرئ. اوس یو بل نفر همدغه معلومات له یو بل ښار څخه درکوي چی تاسې له هغې ښار نه ۱۲ کیلومتره لېرې یاستئ نو تاسې له همغې نقطې څخه یوه بله دایره رسموئ چې قطر یی ۱۲ کیلومتره وي. که چېرې تاسې دغه دواړه معلومات سره جمع کړئ نو تاسې ته به دا معلومه شي چی تاسې د دغو دوه دایرو د تقاطع په ساحه کی موقیعت لرئ.

خو تاسې ته اوس هم خپل دقیق موقیعت نه دی معلوم نو که یو بل نفر تاسې ته له یو بل څخه همدغه معلومات درکړي او تاسې په همغه اندازه یوه بله دایره رسم کړئ نو دغه درې دایرې په یوه مشترکه نقطه کی یو بل قطعه کوي چی دغه مشترکه نقطه ستاسې موقیعت ښيي. خو (GPS ) د درې بعدي ټرای الټریشن په مرسته کار کوي څرنګه چې رادیوي امواج په درې بعدي شکل خپریږي نو ځکه پورتنې مطلب چی په دوه بعدي ډول بیان شوی په حقیقت په درې بعدي باندې د پوهېدو لپاره اسانه طریقه ده. په درې بعدي طریقه له کروي شکل څخه استفاده کیږي چې د صفحې پر مخ د هغې مشاهده کول ګران کار دی.

دغه اله په ګرځنده تلیفونونو کې هم لګېدلې وي چې دهغې په مرسته د هر موبایل موقیعت ښودل کیږي. د یادونې وړ ده دغه (GPS ) سیستم لومړي د امریکا د فوځ لپاره جوړ شوې و او بیا وروسته د عام خلکو لپاره وقف شو نو د امریکايي فوځ له خوا د دغو آلو دقت یا د موقیعت معلومولو دقیق معلومات قصدا کم کړائ شو خو هغه (GPS ) آلې چې د امریکايي فوځ کارولې، هغوی ته یو خاص اندازه دقت چی (PPS )یا (Precise postioning service  ) لري او کولای شي چې ډېر دقیق موقیعت وښيي

برتانویان غواړي چې یوه بله ټکنالوژي د جي پي ایس معادل چی د کوانټم کمپاس په نوم یادیږي وکاروي چې دغه تکنالوژي به د ځمکې د مقناطیيس خاصیت نه په استفادې سره موقیعت ښایی او پدغه برخه کې یې پرمختګ هم کړ. ددغې دعوې له مخې چی په اینده کی له ۵ نه تر ۶ کالونو پورې به مونږ وکولای شو چې خپل موقیعت د ځمکې په هره نقطه کی د همدې تکنالوژۍ په مرسته پیدا کړو چې بغیر د سپوږمکیو فضاء ته لېږدولو به دغه تکنالوژي کار کوي او له هغې نه به په کمه بیه پریوزي.‍

 

تگ