قوس 09, 1401 12:57 Asia/Kabul
  • د عکاسۍ د پيل له پاره لس مهم ټکي

نن ورځ د نړۍ ټول خلک د عکس اخېستو آسانتيا لري. هر څوک کولی شي په خپل مبايل سره په آسانۍ عکس واخلي. دا چې د نړۍ په کچه په يوه ثانيه کې په ميليونونو عکسونه اخيستل کېږي، آيا د دې عکسونو له ډلې يې يوازې څو عکسونه هم تلپاتې، ارزښت لرونکي او ښکلي دي؟

نن ورځ د نړۍ ټول خلک د عکس اخېستو آسانتيا لري. هر څوک کولی شي په خپل مبايل سره په آسانۍ عکس واخلي. دا چې د نړۍ په کچه په يوه ثانيه کې په ميليونونو عکسونه اخيستل کېږي، آيا د دې عکسونو له ډلې يې يوازې څو عکسونه هم تلپاتې، ارزښت لرونکي او ښکلي دي؟ په اوس وختو کې ټول خلک عکاسي کوي. دوی ټول عکس اخيستل يوازې د يوې تڼۍ کېکاږل فکر کوي. آيا په واقعيت کې هم دا عکاسي ده؟ دلته غواړو آسانه ټکي در زده کړو چې له تاسې سره د اغېزلرونکو عکسونو په اخېستو کې مرسته وکړي.

د عکاسۍ د پيل له پاره لس مهم ټکي، همدا ښه کامره ده:

1.د عکاسۍ د پيل له پاره د لوړبيه کامرې د اخيستلو هڅه مه کوئ. هماغه د خپل مبايل کامره چې واضح عکس واخيستی شئ او يا هم بله هره اتومات ديجيټل کامره چې لرئ له عکاسۍ څخه د خوند اخېستو له پاره کفايت کوي.

2 .د کامرې پايه: سره له دې چې د عکاسۍ په پيل کې ډېرو وسايلو ته اړتيا نشته خو بيا هم که د خپلې کامرې له پاره يوه ارزانه پايله واخلئ، ښه عکسونه پرې اخيستلی شئ. هر ځای تيار اوسئ!

3 .که کامره لرئ، بايد هر ځای يې له پايې او سپک کوچني بکس سره له ځان سره ولرئ. که د خپل مبايل په کامره عکس اخلئ، داسې ځای کې يې وساتئ چې د عکس اخيستو په وخت کې يې ژر راواخيستی شئ. د ياددښت کتابچه او قلم مو هېر نه شي.

4 .د ياددښت وړه کتابچه له تاسې سره مرسته کوي چې د اخيستل شوي عکس په اړه وخت، ځای او يا نور ګټور معلومات وليکئ. د عکاسۍ له پاره په زړه پورې شيانو په لټه مه اوسئ.

5 .کېدای شي فکر وکړئ چې ستاسې د کور او يا ستاسې په شاوخوا کې د عکاسئ له پاره کوم په زړه پورې څه نشته. تاسې تېروتي یئ. که هماغه عادي شيانو ته له بېلو زاويو، ډېر لوړ او يا ډېر ټيټ ځايه وګورئ، په زړه پورې موضوع پيداکولی شئ. له عکاسۍ مو خوند واخلئ.

6 .د زده کړې له پاره هرڅه الهام ورکوونکي دي، نو شاوخوا ته مو په بشپړه پاملرنه وګورئ، د هرې موضوع له عکس اخيستو خوند واخلئ. انټرنېټ مه هېروئ.

7 .د ډېرې زده کړې له پاره له انټرنېټ او نورو ګټورو وېبپاڼو يې ګټه واخلئ. قوانین زده کړئ.

8 .د عکاسۍ د زده کړې له پاره بايد د هغې قوانین زده کړئ. شاوخوا ته ښه پاملرنه يوازې د عکاسۍ د هنر يوه برخه ده. منظم او په پرلپسې توګه عکسونه واخلئ.

9 .د تمرین له پاره مو مشخص وخت وټاکئ او په پرلپسې توګه عکاسي وکړئ. له تېروتنې مه وېرېږئ.

10 .په اوس زمانه کې ستاسې په ډېجېټل کامره د عکاسۍ له پاره کوم لګښت نه راځي، نو څومره چې کوی شئ عکسونه واخلئ.

 

تگ