قوس 09, 1401 12:32 Asia/Kabul
  • د خوست پوهنتون

دغه پوهنتون د افغانستان په ختیځ سرحدي ولایت یانې خوست کې پروت پوهنتون دی چې په ۲۰۰۰ زیږدیز کال کې تاسیس شوی.

دغه پوهنتون د افغانستان په ختیځ سرحدي ولایت یانې خوست کې پروت پوهنتون دی چې په ۲۰۰۰ زیږدیز کال کې يې د بنسټ ډبره اېښودل شوې. دغه پوهنتون له خپل پخواني ځای یانې پېښور پاکستان څخه رالېږدول شوی کوم چې هلته د افغان پوهنتون پېښور په نوم یادیده او دغه لېږدونه د ولسمشر حامد کرزي په رسمی فرمان سره ترسره شوه.

د خوست پوهنتون نهه پوهنځې او له ۳۰۰۰ څخه ډېر زده کړیالان لري. همدارنګه دغه پوهنتون یو شخصي راډيو سټیشن دژورنالیزم (خبریالۍ) پوهنځی لپاره هم لری. د خوست پوهنتون د عرب متحده اماراتو په اقتصادي مرسته جوړ شوی نو ځکه خو يې د شیخ زاهد د پوهنتون په نوم هم یادوي.

 

تگ