قوس 08, 1401 14:41 Asia/Kabul
  • د څو تازه مېوو خوندورې ګټې

هر موسم خپله تازه مېوه لري او هره یوه بېلابېلې ګټې هم لري. که غواړئ چې روغتیا مو ښه وي نو د تازه مېوو خوړل مه هېروئ.

۱- مالټه

د مالټې له ګټو هم ځان خبر کړئ. دغه مېوه یوه اندازه دA – B & C ويتامينونه او همدارنګه زيات معدني مواد لري، په تېره بيا د سي ويتامين په زیاته اندازه لري.

مالټه د کلسيمو، فسفورس، اوسپنې او د سي او ای په څير ويتامينونو او کاني موادو پر درلودلو سره د هډوکو د ودې او د غاښونو د ټينګښت او پياوړتيا له پاره خورا ګټوره مېوه ده.

همدارنګه مالټه د پروتينو او قند پر درلودلو سره يوه ګټوره ځواک بښوونکي مېوه ده، چې د بدن د عمومي پياوړتيا له پاره ترې کار اخيستل کيږي.

۲- مڼه

مڼه په نړۍ کې د ډېرو کرنیزو او مصرف شویو مېوو له ډلې ده، چې په زیاته اندازه ویټامین سي، اوسپنه ، برون او نور ګټور مواد لري. دا میوه د انسان هډوکي پیاوړی او غښتلی کوي. همدارنګه د سرطان، لوړ فشار، د شکر ناروغۍ او د زړه ناروغۍ د پراختیا په مخنيوي کې مرسته کوي.

۳- شفتالو

شفتالو لکه نورې مېوې ځینې مهمې ګټې لري. دا مېوه د هاضمې سیستم ته ګټه رسوي او د قندي او نشایسته یې موادو په درلودو سره د معدې روغتیا تضمینوي.

شفتالو هغه مېوه ده چې ډېر زیات ویتامین لري، لکه B ۱، B ۲ او C او په ځانګړې توګه ویتامین A په زیاته کچه لري.

دغه ویټامینونه په ډېره اندازه د شفتالو په پوټکي کې شتون لري، نو ځکه باید شفتالو له پوټکي سره وخوړل شي.

۴- ام

ام د خوند او رنګ تر څنګ د وېټامین A، C، اوسپنه او د پوتاشیمو اصلي منبع ګڼل کېږي. همدارنګه د ام خوړل د بدن دفاعي قوت پیاوړی کوي. هغه ځکه چې په ام کې په لوړه کچه فایبر موجود دي.

ام بدن ته انرژي ورکوي. دا چې ام په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه فرکتوز لري نو پر همدې دې اساس د هغه غوړینو او کلکو غذایي موادو په هضم کې هم ډېره مرسته کوي، کوم چې د فایبر د نه شتون له امله په معده او هاضمي سېستم کې د ډېرو خطرناکو ناروغیو د رامنځته کېدو لامل ګرځي.

۵- انار

انار په زیاته پیمانه اندازه ویټامین C ، B۱، B۲، او B۶ لري. همدارنګه پوټاشیم او مګنیزیوم هم لري، چې د وینې په پاکوالي کې ډېره ونډه لري. انار د ځیګر درد لرې کوي، زوکام او ریزش لپاره ښه درمل دي. همدارنګه انار په طبیعي توګه یخ دی نو د تودوخې له امله د رامنځته شویو ناروغیو په درملنه کې مهم رول لوبوي.

۶- امروت

امروت هغه مېوه چې له ښکلي خوند سره سره د ويټامینونو او معدني موادو بډایه سرچینه هم بلل کېږي. د امروتو خوړل په اوړي کې د دې لپاره ګټور دي چې هم د بدن د اړتیا وړ مواد پوره کوي او هم د زیاتې تندې مخه نیسي. دا میوه د ويټامین B۱، B۲ C اوA لرونکي دي، دغه راز د معدني موادو لکه فاسفر، سوډیم، کلسیم، مګنيزیم، ګوګرد، پوتاشیم، مس، اوسپنه، منګنیز او نورو تر ټولو ښه زېرمه بلل کېږي. د امروتو د ونې پوستکی د قبض لپاره ګټور دی. که د امروتو د ونې پوستکی و اېشول شي، د بډوډو، مثانې ډبرې له منځه وړي او ادرار زیاتوي.

۷- انګور

په انګور کې د نورو ډیرو ګټو سربېره ویټامین A ، C ، کلسیم، اوسپنه او پوتاشیم شتون لري، کوم چې انساني روغتیا لپاره بې شمیرې ګټې لري.

د انګور له استعمال سره د ساه بندۍ ناروغي له منځه ځي چې پر دې سربیره د هډوکو په پیاوړي کولو کې هم خاص ارزښت او اهمیت لري او کولی شي د انسان هډوکي پیاوړي او غښتلي کړي. همدا راز په انګورو کې شته اوسپنه، مس او مګنیزیم انسان کې د وینې له کمښت څخه ژغوري او په بدن کې د وینې کمښت په پوره کولو کې ډېر ګټور دي. پر دې سربېره د هاضمې سېستم په پیاوړي کولو کې هم خاص اثر لري.

څیړنو ثابته کړې چې د انګورو اوبه ورځنی استعمال په انسان کې د سینې سرطان مخه نیسي چې پر سربیره د سرطان نورو ډیرو ډولونو څخه هم مخنیوی کوي.

تگ