د الله تعالی ج پر عدل د ايمان آثار
د الله تعالی پر عدل ايمان، له بېلابېلو اړخونو، پر انسان جوړونې اغېز لري
د الله تعالی پر عدل ايمان، له بېلابېلو اړخونو، پر انسان جوړونې اغېز لري:
١- له ګناه څخه د ځان په ژغورلو کې:
که انسان پوه شي، کړنې يې تر څارنې لاندې دي او څه چې کري، هغه به رېبي؛ نو ځان به په دې دنيا کې بې قېد و شرطه نه ګڼي.
٢_خوش بيني او له نهيلۍ لرېتوب:
د پنځون په غونډال کې، پر الهي ليد ګروهن انسان هيله من دى؛ ځکه د هستۍ څښتن؛ الله تعالی عادل ګڼي؛ نو ترخې پېښې هم ورته خوږې وي او په هېڅ حال کې نهيلى نه وي.
٣_په وګړني او ټولنيز ژوند کې د عدالت پلي کول:
څوک چې پر الهي عدل ايمان لري؛ نو په خپل وګړني او ټولنيز ژوند کې د عدالت پلي کولو ته بشپړ چمتووالى لري.
د ظلم جرړې
د ټولو ظلمونو او تېريو سرچينه يو له دوى ده:
١_ ناپوهي: ناپوهي د ظلم جرړه ده؛ نو کېداى شي، انسان د پوچو ګومانو او ناسمو پوهېدنو له امله، پر داسې چارو لاس پورې کړي، چې پايله يې بې له ظلمه بل هېڅ هم نه وي؛ خو هغه الله تعالی به څنګه ظلم کوي، چې له ناپوهۍ پاک دى او پوهه يې بې نهايته ده؟
٢_وېره: د ظلم انګېزه وېره ده؛ خو آيا الله تعالی کوم سيال لري يا د خپل ځواک ټينګېدو ته اړين دى؟
٣_اړتيا او نيمګړتيا
٤_دنننى خباثت: ځينې ظلمونه د دننني خباثتونو له لامله وي. ځينې خلک (يو ډول اروايي رنځوري) لري او د نورو له کړولو خوند اخلي.
٥_کينه او عقده: ځينې د کينو له امله نور کړوي او تېرې پرې کوي. داسې خلک د خپلو ماتو او د نورو د سپکاوي له لارې غواړي، خپله کينه تشه کړي او د ظلم او تېرې له لارې، غواړي خپل غچ واخلي او ځان ارام کړي.
اوس چې د ظلم پر جرړو پوه شوئ؛ نو کوم يو يې په الله تعالی کې وينو، چې وانګېرئ، په الله تعالی کې د ظلم انګېزه شته؟
حال دا، الله تعالی د يوې ذرې هومره ظلم نه کوي ((إِنَّ اللّهَ لاَ يَظْلِمُ النَّاسَ شَيْئًا)) (٧) پر هېچا تېرى نه کوي ((وَلَا يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًا)) (٨)، ان د کجورې په زڼي کې، د نري تار هومره هم ظلم نه کوي ((وَلاَ يُظْلَمُونَ فَتِيلًا)) (٩) الله تعالی نه يوازې پر چا تېرى نه کوي، ان پر هېڅ موجود د تېري اراده هم نه لري ((وَمَا اللّهُ يُرِيدُ ظُلْمًا لِّلْعَالَمِينَ) (١٠) هغه الله چې موږ ته په عدالت کولو سپارښتنه کوي((إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ)) نو څرنګه شونې ده، چې پخپله ظلم وکړي؟ هغه (ذات) چې پخپله مطلق علم، مطلق حکمت او مطلقه پېرزو ده، څرنګه شونې ده، د سرغړاندو غرايزو په توپان کې راګېر، کمزوي انسان ته سپارښتنه وکړي، چې له دښمن قوم سره دې د عدالت له پولې وا نه وړې ((وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلاَّ تَعْدِلُواْ)) (١٢)؛ خو پخپله په لايتناهي ځواک، چې د يوې غريزې تر اغېز لاندې نه دى، ظلم وکړي؟!