الهي عدل
سره له دې، چې الله تعالی ډېر صفتونه لري؛ لکه لورېينه، حکمت، ځواک، خالقيت، علم او. . . ؛ خو ولې يوازې عدل د دين په آرونو کې دی؟
دا ټاکنه هم تاریخي جرړه لري او هم سياسي.
الف: تاریخي جرړه يې د اسلامي تاریخ په ړومبيو پېړيو کې ده. هغه مهال، چې د مسلمانانو يوې وړې ډلې (اشعاره وو) د الله تعالی عادل والى لازم نه ګاڼه او ويل يې:
هر کار، چې الله تعالی وغوښت او و يې کړ، هماغه سم دى، که څه، دا کار د عقل له پلوه رټل شوى وي! د ساري په ډول: ويل يې: که الله تعالی، حضرت علي دوزخ ته او وژونکى يې (ابن ملجم مرادي) جنت ته بوځي؛ نو پروا نه لري؛ خو موږ دا سول-منطق نه منو او د عقل او قرآن شريف د سول له پلوه وايو، چې د الله تعالی ټولې چارې د حکمت له مخې دي او هېڅ داسې کار نه کوي، چې ظلم او ناوړه وي. البته الله تعالی ته هر کار اسان دى؛ خو د خپل حکمت پرخلاف يو کار هم نه کوي؛ لکه څنګه چې موږ ځواک لرو، خپله سترګه ړنده کړو؛ خو داسې نه کوو؛ ځکه دا کار د حکمت له مخې نه دی؛ نو له ځواکه ګټنه، په دې پورې اړه لري، چې عمل له عدل، حکمت او پخوانيو ژمنو سره همغږى وي. هغه الله تعالی، چې ژمنه يې کړې، مؤمنان به جنت او فاسقان به دوزخ ته بوځي؛ نو که اوس بې له دې کوم کار وکړي؛ نو پر ژمنه يې عمل نه دى کړى او الله تعالی کله هم رټل شوى کار نه کوي.
موږ، چې وايو الله تعالی ظلم نه کوي؛ نو د هغه ځواک مو محدود کړى نه دی؛ بلکې دا حکمت دى، چې لامل ګرځي، د الله تعالی ځواک، په مناسب ځاى کې وکارول شي.
ب: سياسي جرړه يې د امويانو او عباسيانو واکمنۍ ته رسي.
داچې هغوی د خلکو له نيوکو او پاڅونونو سره مخ نشي؛ نو داسې يې تبليغوله، چې هر څه د الله تعالی په خوښه دي او څوک حق نه لري د الله تعالی د ارادې پر وړاندې خبره وکړي. که موږ واکمنان شوي يو؛ نو دا د الله تعالی خوښه وه او څوک پر موږ د نيوکې حق نه لري. په حقیقت کې داخبره اموي واکمنو ته ښه سياسي ملاتړ و.
د عدل مانا او مفهوم
هر څه په خپل مناسب ځاى کې اېښوولو او هر کار په غوره توګه سر ته رسولو ته عدل وايي؛ لکه څنګه چې حضرت علي (ک) وايي: ((العدل يضع الامور و مواضعها)) (١)
داچې وايو: الله تعالی عادل دى؛ يعنې د تکوين په غونډال او طبيعت کې يې هر څه په ځانګړي او مناسب نظم پيدا کړي دي.
((بالعدل قامت السموات والارض)) (٢) او هم د قانون جوړونې او د تشرېع په نړۍ کې ټول قوانين عادلانه، پرځاى او د پنځون له موخې سره اړخ لګوي او هېڅ ډول تبعيض او ناروا توپير پکې نشته؛ لکه څنګه چې حضرت علي وايي:
(( الله تعالی پر خپلو بندګانو له تېري او ظلمه پاک دى او له خپل مخلوق سره په عدل چلند کوي او په هکله يې د عدل له مخې حکم کوي؛ نو پردې بنسټ، د الهي عدل غوښتنه ده، چې الله تعالی له هر انسانه د هغه د وړتیا هومره تمه ولري: ((لاَ يُكَلِّفُ اللّهُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا)) (٤) او بيا يې د اختیاري هڅې او وسې په پامنيوي یې په اړه ورمندون- قضاوت وکړي: ((وَقُضِيَ بَيْنَهُم بِالْقِسْطِ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ)) (٥) او د کړنو له مخې يې ورته سزا او انعام ورکړي: ((فَالْيَوْمَ لَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا وَلَا تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ)) (٦)