د یوه الله ج پېژندنې له پاره دلایل
الله تعالی په قرآن شريف کې د الهي پنځونو د بېلګو تر بيانولو وروسته وايي: ((هَذَا خَلْقُ اللَّهِ فَأَرُونِي مَاذَا خَلَقَ الَّذِينَ مِن دُونِهِ. . )) (١٥)؛ يعنې دا د الله پنځون دى، تاسې هم راوښيئ، چې بې له څښتنه نورو څه پيدا کړي دي.
((قُلْ مَن يُنَجِّيكُم مِّن ظُلُمَاتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ)) (١٦) چا د وچې او سمندر له تيارو وژغورلۍ؟ .
د نعمتونو په ډېرو الي د څښتن پېژندنه
الله تعالی د انسانانو د اړتياوو پوره کولو ته انسان ته ډول ډول سرچينې ورکړي دي. د انسانانو د شمېر په ډېرېدو دا زېرمې رابرسېره شوي او پراختيا مومي.
د الله تعالی د يووالي نښې
١_د استازيو رالېږل
د الله تعالی د وحدانيت يو دليل هغه خبره ده، چې حضرت علي ورته زموږ پام کړى دى، وايي:((که بل څښتن واى؛ نو هغه دې هم خپل استازي راولېږي او د ځواک آثار دې راوښيي.))
٢_ د الله تعالی بې نهايتي
که خدايان دوه وي او د هستۍ ځواک دوه سرچينې ولري؛ نو يا بايد داوړه محدود وي (که داسې وي؛ نو الله تعالی نه دی؛ ځکه محدود ځواک؛ يعنې هغه ځواک، چې په يو پړاو کې له منځه ځي او ښکاره خبره ده، چې داسې ځواک څښتنېداى نشي) او يا دواړه بې نهايته ځواکونه وي؛ نو که بې نهايت شول؛ نو بيا به دوه نه وي.
د يو عالم وينا ده:
که تاسې کوم معمار ته وويل، چې يو داسې کور جوړ کړه، چې بې نهايته ځمکه ولري؛ نو مجبور به وي، چې يو کور جوړ کړي؛ ځکه بل کور ته به ځاى پاتې نشي.
٣_ په هستۍ که انسجام
که په هستۍ کې بې له ایکي يو څښتنه بل څښتن او يا خدايان واى؛ نو هستي به دړې وړې شوې واى. ((لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلَّا اللَّهُ لَفَسَدَتَا)) (١٨)
د توحيد ډولونه
١_ذاتي توحيد؛ يعنې الله تعالی ته ورته بل نشته.
٢_صفاتي توحيد؛ يعنې د الله تعالی علم، ځواک، حيات او. . . په څېر صفات، د هغه د ذات په څېر دي: ((قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ. اللَّهُ الصَّمَدُ. لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ. وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ)) (١٩)
٣_عبادي توحيد؛ يعنې بې له الله تعالی، بل د عبادت وړ نه دى: ((وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ إِلَّا نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدُونِ)) (٢٠).
٤_افعالي توحيد؛ يعنې داچې په هستۍ کې ټولې چارې، د الله تعالی په امر کېږي، چې دا توحيد دوه ډوله دى:
الف: د خالقيت توحيد؛ يعنې د ټولو موجوداتو پنځګر خدای (ج) دى: ((يَا أَيُّهَا النَّاسُ اذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ هَلْ مِنْ خَالِقٍ غَيْرُ اللَّهِ)) ((ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ))
ب: د ربوبيت توحيد؛ يعنې د پنځون اداره او تدبير، د الله تعالی په لاس کې ده: ((قُلْ أَغَيْرَ اللّهِ أَبْغِي رَبًّا وَهُوَ رَبُّ كُلِّ شَيْءٍ)) ((قُلْ مَن يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاءِ وَالأَرْضِ أَمَّن يَمْلِكُ السَّمْعَ والأَبْصَارَ وَمَن يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ الْمَيَّتَ مِنَ الْحَيِّ وَمَن يُدَبِّرُ الأَمْرَ فَسَيَقُولُونَ اللّهُ فَقُلْ أَفَلاَ تَتَّقُونَ))