د پېژندګلو اوزار او د لارې خنډونه يې وپېژنئ!
لیکل شوي څو ټکي د پېژندګلو له پاره غوره اوزار ګڼل کيږي.
د پېژندګلو اوزار
١_حواس
په دې هکله قرآن شريف وايي: ((وَاللّهُ أَخْرَجَكُم مِّن بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ لاَ تَعْلَمُونَ شَيْئًا وَجَعَلَ لَكُمُ الْسَّمْعَ وَالأَبْصَارَ وَالأَفْئِدَةَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ =الله تاسې د خپلو ميندو له ګېډو په داسې حالت كې راوايستئ، چې په هېڅ نه پوهېدئ او تاسې ته يې غوږونه، سترګې او عقلونه دركړل؛ دا ځكه چې( د الله د نعمت) شكر وكاږئ. (٣٢)؛
٢_عقل
عقل ستر الهي نعمت او د انسان باطني حجت دى، چې د عقل په مرسته هم محسوسات په سمه توګه وپېژنو او هم د چارو د شننې ځواک پيدا کړو.
٣_وحې
وحې د الهي معارفو سرچينه ده او له هغه ځايه، چې د وحې سرچينه، د الله تعالی ناپايه پوهه ده؛ نو تر ټولو ډاډمن او پياوړی اوزار دى، چې د بشر په برخه شوې ده.
د پېژندګلو يا پوهاوي سرچينې
١_طبيعت
د قرآن شريف ډېرو آيتونو په بېلابېلو طبيعي موضوعاتو کې “تدبر” ته رابللي يو؛ لکه د ځمکې او اسمانو پنځون، د شپې او ورځې راتګ، په اوبو کې د بېړۍ حرکت، غرونه، ځناور او . . .
٢_تاریخ
د تاریخ لوستل ګټور او له پېښو، برياوو او ناکاميو سره اشنايي، د انسان د تاریخ په لوستو، د هستۍ پر قوانينو پوهېداى شو: ((لَقَدْ كَانَ فِي قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ لِّأُوْلِي الأَلْبَابِ)) (٣٣)
٣_انسان
د انسان د بېلابېلو اړخونو څېړنه ددې لاملېږي، چې د وسې، وړتيا او اړتياوو په اړه ژوره پوهه يې تر لاسه شي. الله تعالی په قرآن شريف کې وايي:((سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الْآفَاقِ وَفِي أَنفُسِهِمْ ان يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ)) (٣٤).
د معرفت او پېژندګلو د لار خنډونه
١_ ځاني غوښتنې:
((وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّنِ اتَّبَعَ هَوَاهُ)) (٣٥) څوک به تر هغه بې لارې وي، چې په خپلو ځاني غوښتنو پسې ځي؟
۲_ د پلار نيکه غلط دودونه:
((وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَا (احزاب/۶۷)= او وايي (به): ((پالونكيه! په حقیقت كې موږ د خپلو مشرانو او لويانو ومنل؛ نو له موږه يې (سمه) لار وركه كړه. (٣٦)
٣_لنډګروهي- تعصب او انديز استبداد:((وَقَالُوا قُلُوبُنَا فِي أَكِنَّةٍ)) (٣٧)