قوس 07, 1401 13:14 Asia/Kabul
  • پوهې ته اړتيا

په دين پوهه فرض ده. قرآن شريف وايي: ولې ځينې د دين پوهنې لپاره له هېواده بهر نه وځي؟

پوهې ته اړتيا:

په دين پوهنه فرض ده. قرآن شريف وايي: ولې ځينې د دين پوهنې او تفقه لپاره له هېواده بهر نه وځي؟

تفقه؛ يعنې د دين ژوره پوهه، چې پر ځينو فرض ده. په دغه لار کې هڅه وکړي چې فقيه شي او نورو ته هم پکار ده، په فقهي چارو کې په فقيه پسې ولاړ شي. البته ددې خبرې مانا دا نه ده، چې عادي خلک دې پر دين پوهېدو ته خواري و نه کړي بلکې ټولو ته پکار ده، تر خپلې وسې، ځان پر دين پوه کړو.

په دين کې تفقه يوازې په احکامو؛ (لکه لمونځ، روژې، زکات، خمس او. . . ) کې نه ده بلکې ځان، د دين پر آرونو، ګروهو او تاریځ هم په بشپړه توګه پوهول پکار دي ځکه دين يوازې فقه نه ده. قرآن شريف څه د پاسه شپږ زره آيتونه لري، چې تقريباً پينځه سوه يې د احکامو په هکله دي او نور يې د نورو چارو په باب دي.

د پوهې مقام:

لکه څنګه چې د کړنو جرړه مو په نړۍ ليد کې ده نو زموږ نړۍ ليد هم زموږ له پوهې او پېژندنې جرړه اخستې ده؛ يعنې د نړۍ ليد ټاکنه په پوهې او پېژندګلو پورې اړه لري.

د نورو موجوداتو په پرتله، د انسان غوراوى، د پوهې له نعمته برخمنېدل دي. همدومره بس، چې لوى الله تعالی، په قرآن شريف کې په ډېرو آيتونو کې، “پېژندګلو” او “معرفت” ته رابللي يو او قرآن شريف، هغوى په سخته غندلي او رټلي، چې اندنه‏، تعقل او تدبر نه کوي.

تگ