د غوره دين او ښوونځى ځانګړنې
د دين د عقايدو آرونه بايد له عقل سره په ټکر کې نه وي؛ خو پکار نه ده، ټول خلک په هر ځاى او وختونو کې، د دين پر احکامو، آرونو او کړلارو، د خپل عقل له مخې، پوه شي؛ ځکه کوم مهال، چې د دين ډېر احکام راځي، کېداى شي ځينې يې پر خواله پوه نشي او عقل ته يې فلسفه روښانه نشي؛ ځکه ديني احکام، د عقل ضد کېدلای نه شي او کېداى شي تر عقله په لوړه کچه کې وي.
د غوره دين او ښوونځى ځانګړنې
١_د عقل پر بنسټ او د دليل له مخې وي.
بايد ووايم: د دين د عقايدو آرونه بايد له عقل سره په ټکر کې نه وي؛ خو پکار نه ده، ټول خلک په هر ځاى او وختونو کې، د دين پر احکامو، آرونو او کړلارو، د خپل عقل له مخې، پوه شي؛ ځکه کوم مهال، چې د دين ډېر احکام راځي، کېداى شي ځينې يې پر خواله پوه نشي او عقل ته يې فلسفه روښانه نشي؛ ځکه ديني احکام، د عقل ضدېداى نشي او کېداى شي تر عقله په لوړه کچه کې وي.
٢_د انسان له فطرت او طبيعت سره سمون ولري.
د يو دين لارويان بايد د خپل دين احکام له خپل فطرت او طبيعت سره په سمون کې وويني. د ساري په ډول: انسان په طبيعي توګه واده ته اړتيا لري؛ نو ښکاره ده، چې غوره دين هغه دى، چې پخپلو کړلارو کې واده ته هم پام وکړي.
٣_ تحريف او اړول شوى نه وي.
په خواشينۍ وايم: تحريف او اړونه هغه بلا وه، چې پخواني اديان يې راوپرځول. قرآن شريف له دې ناوړه کاره، پرده اوچته کړې، وايي: ((يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَن مَّوَاضِعِهِ)) (٢٠)؛ نو د دين په احکامو کې ګوتې وهل يې بې خاصيته کوي او له دين سره یې د کينه کښو وګړيو، لوبڅى کوي؛ خو له نېکه مرغه، هوښيار دښمن او بې عقله دوست ونه کړای شول، د اسلام په دين کې ګوتې ووهي او وايې ړوي؛ ځکه په خپله الله تعالی د قرآن شريف ساتنه پر غاړه اخستې ده. ((إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ)) (21)
٤_هيله او روحيه ورکوونکى وي.
د يوه ښوونځي غوره والى په دې کې دى، چې انسان ته مينه او هيله ورکړي. که په ښوونځي کې يو زدکړیال پوه شي، چې خواري يې اوبه نه وړي؛ نو په مينه به زده کړه کوي.
په “الهي نړۍ ليد”کې، انسان ګروهه لري، چې هر مهال د الله تعالی تر څارنې لاندې دى او د پوټي ښېګڼې اجر او پوټي ناوړه کار؛ ان که د مثقال هومره هم وي، سزا يې ورکول کېږي او باور لري، چې غيبي مرستې کولای شي، په سختو شرايطو کې يې مل شي.
٥_ راتلونکي ته پام
دين بايد خپلو لارويانو ته پر راتلونکي رڼا واچوي او روښانه یې کړي او د نېکمرغۍ او پرمختګ لار ور وښيي او هواره يې کړي؛ البته ډېر داسې ښوونځي دي، چې د “اخرت” پرځاى يې “اخور” ته پام وي.
٦_ هر اړخیزي او پراخ بنسټي
د دين هم بايد نظري چارو ته پام وي او هم عملي چارو ته، هم ددې دنيا په فکر کې وي او هم آخرت هېر نه کړي او هغه څه پکې وموندل شي، چې د انسان او ټولنې ورته اړتيا وي، چې دا ښکلا او پراخ بنسټي، په قرآن شريف کې موندل کېږي؛ ځکه مانيز- معنوي، توکيز – مادي، دنيوي او اخروي چارې يې یو د بل ترڅنګ راوړي دي. قرآن شريف، چې د کوروالي په هکله خبرې کړي: ((نِسَآؤُكُمْ حَرْثٌ لَّكُمْ فَأْتُواْ حَرْثَكُمْ أَنَّى شِئْتُمْ))؛ نو ترڅنګ یې ورسره وايي: ((وَقَدِّمُواْ لأَنفُسِكُمْ)) (٢٢)خپل اخرت ته له مخکې توښه ولېږئ؛ يعنې سره له دې، چې ددې دنيا په ګټه کې ياست، د صالح اولاد په فکر کې شئ، اخرت ته مو سپما شي.
٧_ په ټپه درېدنه و نه لري.
په اسلام کې د بېرته راستنېدو لار پر هېچا نه ده تړل شوې او د قرآن شريف ډېرو آيتونو د ګناهکارانو د حالت تر بيانولو روسته، د توبې خبره کړې؛ ځکه يوه ستره ګناه، د الله تعالی له لورنې نهيلي ده.
څوک دې په هېڅ شرايطو کې هم د الله تعالی له لورنې نه نهیلی کيږي او ځان دې په ټپه ولاړ حالت کې نه ويني. غوره او ښه دين هغه دى، چې له ګناه، د ګناهکار د راستنېدو لار هواره کړي.
٨_د احکامو پلي کول يې اسان وي.
پشپړ دين اسان وي؛ يعنې د احکامو په پلي کولو کې يې لارويان نه ستونزمنېږي. په غوره دين کې وسواس او سودا ته ځاى نه وي. په دين کې هغه آرونه او قواعد دي، چې موږ ته ژوند اسانوي. آر دا دى، چې هر څه پاک دي؛ خو داچې پرخلاف يې جوت شي. آر دادى:کوم مالونه، چې د مسلمانانو په لاس کې دي، حلال او خپل يې دي؛ خو داچې خلاف يې جوت شي؛ نو غوره دين اسان او پلي کول يې هم اسان وي.