قوس 07, 1401 13:04 Asia/Kabul
  • ولې ځينې، الله تعالی پر دين ړانده کړي؟

له دينه د تېښتې او ورته د نه پام کولو لاملونه دلته کتلای شئ.

١_د دين نه پېژندل

دين ته د ځينو خلکو د پام نه کولو لامل، د دين نه پېژندل دي.

په يوه روايت کې راغلي: که څوک مو د خبرو پر ښکلا پوه شي؛ نو ملګرى به مو شي.

په دعا کې وايو: الله تعالی! د ناپوهۍ له لامله مې ستا له حکمه سرغړونه وکړه.

 که انسان د نېکو کړنو له اغېزو او د ناوړه چارو له سزا خبر وي؛ نو پخه خبره ده، چې نېکې چاري به کوي او له بديو به ځان ژغوري.

دين ته د خلکو د راجذبولو لپاره پکار دي، په ټولنه کې پر دين او احکامو يې پوهاوى دود شي او د اسلامپوهانو او نوي کهول ترمنځ اړيکې لاپسې غښتلې شي.

٢_دين ته د خرافاتو ورننووتل

له دينه د تېښتې يو لامل هغه خرافات دي، چې د بې عقله دوست او هوښيار دښمن له خوا په دين کې ورګډ شوي دي. که يو تږي ته د اوبو ګيلاس ورکړ شي، چې پکې مچ وي؛ نو اوبه به تو يې کړي او و به يې نه څښي. د دين ډېر داسې تږي شته، چې له دينه د هغو خرافاتو له لامله تښتي، چې پکې ورګډ شوي دي. کله ځينې حرام، پر ځان حلالوو او کله ځينې حلال، پر ځان حراموو او کله خو ځانونه په ځينو ملا ماتوونکيو دودونو کې د دين په نامه راګېروو؛ نو ګرانو! د هغه کسانو کړنو ته مو بايد ډېر پام وي، چې له دينه د انسانانو د تېښتې لامل ګرځي.

٣_ له دينه ناسم تعبيرونه او پوهېدنې

کله له دين او ښوونو يې ناوړې پوهېدنې کېږي او بيا همدا ناسمه پوهه، د دين په نامه تبليغېږي او د داسې پوهې خاوند پردې ګروهه ‏دى، چې هر دينوال بايد داسې اند ‏او کړنه ‏وکړي. دا جوته ده، چې له دين او ښوونو يې ناسمې پوهېدنې او د دين په نامه ددغو پوهېدنو تبليغول، دين ته د نورو د راتګ مخه نيسي. د دين د تبليغ څرنګوالى ډېر مهم دى. د دين تبليغ هم ټولنپوهنه غواړي، هم ارواپوهنه او هم سليقه.

٤_ د ځينو دينپالو کړنې

کله د ځينو دينپالو ‏کړنې، له دينه د تېښتې لامل دي؛ لکه وږي انسان ته په چټل لوښي کې د پاکو خوړو ورکول، له خوړو د وږي زړه توروي.

٥-د دين ناسمه شننه

هغوى چې پر دين ګروهه نه لري (لکه توکيزپالي)، اړ دي، د دين پنځون ته شننې او لاملونه راوړي، چې ځينې شننې يې اروايي اړخ لري او ځينې وټيزې، چې دا ټول له واقعیته لرې خبرې دي؛ البته ددغو شننو بطلان جوت شوى او ډېرو ته خوله ماتې ځواب هم ورکړ شوى دى.

ماده پال وايي: په بشري ټولنو کې د دين د پنځون بنسټ عقل او فطرت نه؛ بلکې لامل يې له څښتنه وېره، بېوزلي او ناپوهي ده.

 بېوزلي:

داچې بډايانو او شتمنو غوښتل، د بېوزليو او کارګرې طبقې پر حقونو ګېډه واچوي؛ نو د دين په نامه يوه وزله يې جوړه کړه، چې بېوزلي پرې وزبېښي. هغوى د ارتجاع په عواملو، د ټولنې د بېوزليو غوږونه ډک کړل، چې دا دنيا ارزښت نه لري، صبر او پراخه سينه ولرئ؛ ځکه د الله تعالی صبر او صابران خوښ دي، په بېوزلۍ ژوند وکړئ، ګوزاره کوئ او پر لاریونو او پاڅونونو لاس مه پورې کوئ او يوازې اخرت ارزښت لري؛ ځکه شتمنو له دې ټکيو ناوړه ګټنه وکړه، چې بېوزلي بې هڅې کوي او له دې لارې به يې چوپتيا او سکوت ته اړ ايستل.

له عقله ددې لرې شننې بطلان او بې بنسټي، په څو دليلونو ده:

لومړى داچې صبر د تسليمېدو په مفهوم نه دى. په کوم ځاى کې، چې دين وايي: ((فَمَنِ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُواْ عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ)) (١٧)؛ يعنې چاچې پر تاسې تېری وکړ؛ نو هماغسې پرې تېرى وکړئ؛ نو ددې آيت په رڼا کې څرنګه کړاى شو، د دين لپاره داسې ناسمه شننه وکړو؟!

اخرت ته پام ‏کله هم پردې مانا نه دى، چې د يو وګړي حق په بل ضايع شي او له دنيا لاس واخلو او ورشا کړو.

په قرآن شريف کې د اخرت د کلمې هومره د دنيا کلمه هم راغلې ده. اسلام ټولو هغو ټکيو ته چې ناوړګټنه ترې شوې، سمه او خوځنده مانا لري. د صبر مانا زغمل نه؛ بلکې صبر؛ يعنې د تېري پر وړاندې او د خپل حق اخستو ته استقامت او پایداري ده.

اسلام وايي:که څوک له دښمنه د خپل مال د اخستو او ساتنې لپاره ووژل شي؛ نو شهيد دى؛ يعنې د خپل حق اخستو ته بايد د شهادت تر پولې پورې استقامت وشي.

 ((دنيا ارزښت نه لري)) د تعبير مانا دا نه ده، چې دنيا له لاسه ورکړو؛ بلکې مطلب يې دا دى، چې د هغه انسان ارزښت تردې دنيا خورا ډېر دى، چې پر ځمکه د الله تعالی ځايناستى دى او ‏نه ښايي انسان ته موخه دنيا شي.

اسلام پردې سربېره، چې له شتمنو نامشروع اموال اخلي او د هغوى آریزو خاوندانو ته يې ورکوي. بېوزليو ته هم وايي: د شتمنو پر وړاندې تواضع او عاجزي منع ده او څوک چې د چا شتمنۍ له لامله شتمن ته تواضع وکړي؛ نو د دين يو پر درېیمه برخه يې له منځه تللې ده.

دويم داچې که شتمنو دين منځ ته راوړى وي؛ نو انبياوو به خلک په شتمنو پسې نه راپاڅول.

درېیم داچې دين، پانګوالي محدودوي او د درآمد ډېرې سرچينې يې منع کړي؛ لکه بډې اخستنه، ریا، دوکه، غلا او. . . . . چې دا چارې دين په سخته غندلي؛ نو ښکاره خبره ده، چې هېڅ شتمن به دداسې يوه دين د جوړولو پلوى نه وي، چې هغه د مال له زېرمولو ژغوري او په ډول ډول احکامو يې جېب د بېوزلو په پلوۍ تشوي او کله خو يې مصادره کوي هم.

ماده پال خو کله دا هم وايي: دين بېوزليو منځ ته راوړى دى. بېوزليو دين د خپل زړه خوشحالولو ته جوړ کړى دى. هغوى وويل: که دنيا نه لري؛ نو څه پروا کوي، اخرت خو لرو او اخرت تر ټولو غوره دى. ددې پرځاى، چې په بازار او کار پسې ولاړ شو، جومات ته به ولاړ شو.

دا شننه هم له قصده ډکه او ناسمه ده. دين د ناغېړۍ او بې کارۍ پلوی نه دی.

حضرت علي (ک) وپوښتل شو: ((دا پر اوښ څه بار دي؟ په ځواب کې يې وويل: د کجورو سل زره ونې)). پوښتونکى حيران شو او بيا يې پام شو، چې د کجورو سل زره زڼي پر اوښ بار دي. اندنه داسې وه، چې له هر زڼي بايد د يوې ونې د راټوکېدو په اند کې شو. هغه مبارک څومره د کجورو بڼونه جوړ کړل او څومره څاه ګانې او کارېزونه يې وکنل.

الهي پېغمبران يا بزګران ول يا ترکاڼان يا ګنډونکي او يا شپاڼه. لنډه داچې يو الهي پېغمبر به هم و نه ګورې، چې ورهڼه-کسب او کار يې نه درلود.

تگ