د دين ځانګړنې
_دين سپېڅلى دى؛ ځکه د الله تعالی قانون دى او د الله تعالی قانون سپېڅلى دى.
د دين ځانګړنې
۱_دين سپېڅلى دى؛ ځکه د الله تعالی قانون دى او د الله تعالی قانون سپېڅلى دى.
٢_دين له فطرت سره سمون خوري.
٣_دين له عقل سره اړخ لګوي.
٤_دين پراخ بنسټه دى. دين د انسان د ژوند ټولو اړخونو ته پام کړى او منظمه کړنلاره ورته لري.
دين ټول هغه څه ويلي، چې انسان، له زوکړې تر مړينې ورته اړين دى. د قرآن شريف په سلګونو آيتونو او د ديني مشرانو په زرګونو روايتونو کې، د الله تعالی، ټولنې، کورنۍ، ملګرو، ګاونډيانو، څارويو او ان چاپېريال په هکله لارښوونې کړې دي.
٥_دين د وحې له سرچينې دى. دين ته ځاني غوښتنې، غريزې، محدويتونه او ګوندۍ لار نه لري او د ټولو ديني احکامو سرچينه الهي وحې ده.
د دين ګټې
موږ يوه موټر جوړولو ته څو پړاوه لرو:
١_د اوسپنې کان پيدا کوو. ٢_له پيدا شوي کانه اوسپنه راباسو. ٣_د موټر پرزې جوړو. ٤_جوړې شوې پرزې، يو له بل سره يوځاى کوو او په پاى کې جوړ شوى، موټر پر يوه تکړه چلوونکي چلوو.
دين هم پر انسان دا پينځه کړنې پلي کوي:
لومړى کار:
د دين لومړى کار، د انسان رابرسېرنه ده. که دين نه وي؛ نو موږ په سمه توګه نشو کړاى، ځان رابرسېره او وپېژنو؛ نو هغوى چې له الهي اديانو سره اړيکه نه لري؛ نو انسان يې په سمه توګه نه دى پېژندلاى.
په هغوى کې ځينې وايي: انسان په آر کې ((بيزو)) وه او ځينې نور يې وايي: ((د انسان زڼی او جوهر شهوت او د ټولو حرکتونو لامل يې شهوت دى.)) او هغوى له بېخه د انسان ژوند او نېکمرغي، بل شان پېژندلې او مانا کړې ده.
دين وايي:((بشره! يوازې شهوت او نس نه يې او امتياز او کمال دې په دې کې نه دى.))
که قرآن شريف ته يوه لنډه کتنه وشي؛ نو و به مومو، چې څنګه يې انسان را پېژندلاى دى.
په ځينو آيتونو کې وايي:
((ته د الله تعالی خليفه يې)) (١).
((څه چې په ځمکه او آسمان کې دي، ستا دي.)) (٢)
((الهي امانت درسره دى.)) (٣)
((په تا کې الهي روح در پو کړاى شوى دى.)) (٤)
((په پنځون کې تر ټولو غوره مخلوق يې.)) (٥ )
((ته پر موږ ګران يې.)) (٦)
((موږ فضيلت درکړ.)) (٧)
او بيا خبر ورکوي، چې پام دې وسه؛ هسې نه ځان ورک او هېر کړې، ګنې تاوان به وکړې او په سوداګرۍ کې به ګټه و نه کړې او پام دې وسه، چې ځان ارزانه و نه پلورې او بې له ” الله تعالی”، پر بل ځان و نه پلورې.
دويم کار:
د دين بل کار له دې پېژندل شوي کانه رااېستل دي.
انسان بايد له تېريو، ناپوهيو، خرافاتو او شرکونو راواېستل شي؛ لکه څنګه چې قرآن شريف وايي: ((يُخْرِجُهُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّوُرِ))؛ يعنې الله تعالی مؤمنان له تيارو رڼا ته راوباسي)) (٨).
درېیم کار:
دين د پېښو په بټيو کې انسان ويلې کوي؛ لکه څنګه چې اوسپنه په بټۍ کې ويلې کېږي. دين د انسان په زړه کې له لايتناهي سره مينه اچوي او ورسره یې په اړيکه کې کوي او بيا دا بې نهايت کوشنى، په بې نهايت ستر کې ويلې کوي.
هو! انسان د دين په مرسته او د دعاوو، عبادتونو، توبو او ژړاوو له لامله ويلې کېږي او ناخالصي ترې بيلېږي.
څلورم کار:
د دين څلورم کار، د انسان وګړنۍ روزنه ده؛ يعنې د انسان د ځان جوړونې کړلارې، عبادت، تقوا او د انسان د نېکو ځانګړنو را زرغونول او انساني کمال دى. هماغه کار، چې پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم، په هغه سخت وخت کې، په مکه کې وکړ. په دې ټولګه کې، ټول هغه احکام دي، چې ټولنيز اړخ نه لري، څو انسان يو په يو جوړ شي.
وګړني عبادتونه د ځان جوړونې سريزه ده او ځان جوړونه، د ټولنې جوړونې سريزه ده. د ټولنې د جوړونې کار بايد له وګړي پيل شي.
الله تعالی، له خپل استازي غواړي، لومړى ځان پاک کړي: ((وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ)) (٩) په دوه يم پړاو کې ورته وايي: ((مېرمنو او لوڼو ته دې ووايه، چې پاک وسي)) (١٠). په درېیم پړاو کې ورته وايي: ((خپل نږدې خپلوان انذار کړه)) (١١) او په څلورم پړاو کې ورته د مکې د شاوخوا د خلکو د انذار دنده ورکول کېږي: ((لِّتُنذِرَ أُمَّ الْقُرَى وَمَنْ حَوْلَهَا)) (١٢) او تردې روسته د نړيوالو د لارښوونې وار را رسي: ((كَافَّةً لِّلنَّاسِ)) (١٣)
پنځم کار:
د دين پنځم کار د جوړو شويو انسانانو ترمنځ اړيکې، يووالى او د الهي پراخ بنسټ حکومت جوړول دي (هماغه کار، چې آنحضرت صلی الله علیه وآله وسلم په مدينه کې وکړ)، چې اسلامي ټولنه جوړه شي او کچې او موخې يې د توحيد پر بنسټ وي.
شپږم کار:
د دين روستى کار دا دى، چې يو موټى ټولنه، سپين لمني – معصوم او تکړه مشر ته وسپاري، چې ديني مشر، امت له مفسدو، مسرفو، ناپوهو او ظالمو وګړيو له واکمنۍ وژغوري او امت له دنيا پالۍ او پرې له زړه بايللو خلاص کړي او په رښتيا، د ټولنې مشري، فاسد مشر ته ورسپارل د انسانيت د مقام سپکاوى دى.
که په لنډو يې ووايو؛ نو ويلای شو، چې دين يو ټوليزه کړنلار ده، چې پر ځانګړیو الهي کچو، د وګړي او ټولنې د ((ليد))، ((هڅو)) او ((دود)) څرنګوالى ټاکي.