قوس 07, 1401 12:53 Asia/Kabul
  • فطري دين په اړه ځان پوه کړئ!

داچې وايو دين فطري دى؛ يعنې د دين تومنه او جرړه د بشر په خټه کې ده.

د دين آرونه، ګروهې، فروعات، اخلاق او بنسټونه، د انسان له پنځون او فطرت سره اړخ لګوي. انسان، چې په هر عمر، ځاى او وخت کې وي، پوهېدل غواړي، د هستۍ سرچينه چېرې ده؟ چې دا هماغه د ((توحيد)) جرړه ده.

 انسان غواړي لارښوونه ورته وشي، حق او باطل ورته توپير شي. سزا او اجر ورکول او همداراز په ښو چارو پسې، د انعام تمه او تر بديو روسته، د سزا تمه، په هر انسان کې ده.

که کوم ماشوم ته ګل ورکړئ؛ نو خوشحاله به شي او که تنګ يې کړئ؛ نو په ژړا به شي. هغه خوشحالي او ژړا ستاسې د عمل سزا او اجر دى او دا فطري غبرګون، پر معاد باندې په ګروهه کې جرړه لري.

 په ستونزه کې ‏د راګېر انسان خلاصون ته پام او يا د نورو د نېکمرغه کېدو هيله او ورسره مينه ((پر نېکيو امر او له بديو منع)) په کولو کې جرړه لري. البته د عبادتونو کول او يا داچې لمونځ څرنګه او پر کومه ژبه وکړو، تعبدي اړخ لري او بايد ووينو، په دې اړه ‏ديني مشرانو څه ويلي دي.

پوښتنه: که پر الله تعالی ګروهه ‏فطري ده؛ نو ولې ځينې پر دين او الله تعالی ايمان نه لري؟

ځواب: دين فطري دى؛ خو کېداى شي، ځينې د هستۍ د سرچينې په پېژندو کې تېروځي؛ لکه يو ماشوم، چې د شېدو لپاره د مور د سينې په لټه کې دى؛ خو پرځاى يې د شيدو بوتل روي او پردې سربېره کله خو داسې هم کېداى شي، ځينې فطري چارې، د نورو فطري چارو تر سيوري لاندې راشي.

تگ