دين ته اړتيا څه ده؟
دين درته وايي: د هستۍ سرچينه چېرې ده؟ پنځګر يې څوک دى؟ موخه يې څه ده؟ د حقيقت پېژندنې موخه څه ده؟ او په دې ټولګه کې زموږ مسئووليت څه دى؟
آيا انسان دين ته اړتيا لري؟
انسان درې ډوله اړتياوې لري:
١_وګړيزې٢_ټولنيزې او ٣_ عالي.
وګړيزې اړتياوې؛ لکه کور، کالى، ډوډۍ او د شهوت لرې کولو ته په شرعي نکاح واده کول.
ټولنيزې اړتياوې؛ لکه قانون او مشر.
عالي اړتياوې؛ لکه پېژندنې او پوهېدنې.
د انسان په ډول ډول اړتياوو کې يې دين عالي اړتياوو ته ځواب ورکوي.
دين درته وايي: د هستۍ سرچينه چېرې ده؟ پنځګر يې څوک دى؟ موخه يې څه ده؟ د حقيقت پېژندنې موخه څه ده؟ او په دې ټولګه کې زموږ مسئووليت څه دى؟
موږ انسانان د خپلې نېکمرغۍ او ودې کړلار ته اړتيا لرو، چې مخې ته مو درې لارې دي:
١_ خپله خوښه او سليقه وکړو.
٢_د خلکو د غوښتنو له مخې، خپلې کړنې او کړلار برابرې کړو.
٣_ځان الله ته وسپارو او يوازې د هغه له قوانينو لاروي وکړو.
خپله لار:
له ځانه جوړه شوې لار، کله هم ډاډمنه نه ده؛ ځکه د انسان پوهه ډېره محدوده ده او په ژوند کې مو ډېرې پښېمانۍ شته، چې پر غلطې لارې د تلو له پايلو راولاړې دي او پردې سربېره، د غريزو سرغړاندي، انسان کله يو خوا او کله بلخوا راکاږي او په لار کې ورته نوې اړتياوې رامخې ته کوي؛ نو له دې ټولو خبرو سره، بيا به هم پر هغه لار ځوو، چې د انسان تلپاتې نېکمرغي او بدمرغي ورپورې اړه لري او په خپل نيمګړي اند او پوهه به عمل کوو؟!
د خلکو لار:
دا لار هم د لومړۍ لار په څېر، ډاډمنه نه ده؛ ځکه کومې نيمګړتياوې، چې زموږ په اند او پوهه کې دي، د خلکو په پوهه او اند کې هم دي؛ لکه څنګه چې زه د خپلو ځاني غوښتنو په لومه کې ښکېل يم، نور هم پکې ښکېل دي. لکه څنګه چې زه ډېر پښېمانه شوى او لا به پښېمانېږم، نور هم همداشان دي او که له دې ټولو خبرو تېر شو؛ نو هېڅ دليل نشته، چې زه له خپلې سليقې لاس واخلم او د نورو پر پله، پل کېږدم. خپله ازادي پرېږدم او د هغو بنديوان شم، چې له حقيقته مې خبر نه دي او نه څرګنده او نه جوته ده، چې هغوى به مې خواخوږى وي که نه؟!
د دين لار که غوره لار:
د هستۍ پنځګر د دين لار راوړاندې کړې او څرګنده ده، چې د هر څه جوړونکى، د جوړ شوي څيز پر ځانګړونو تر ټولو ښه پوهېږي.
آيا د انسان وجود، د انسان د لاس تر جوړ شوي څيزه هم ناڅيزه او ساده دى؟!
د دين لارويتوب د عقل سپارښتنه ده:
پر پورتنيو خبرو سربېره، د دين لاروي، بشپړ عقلي او سوليز – منطقي چار دى؛ ځکه عقلمن تل د ګواښ احتمال او شتون په پام کې نيسي، په تېره، په مهمو چارو کې.
عقلمن، چې پر سفر وځي؛ نو د سفر د احتمالي خطرونو په پامنيوي، ځینې څيزونه له ځان سره وړي؛ خو بې عقلان، چې پر سفر وځي او له ځان سره د اړتيا وزلې نه وړي؛ نو که د سفر په ترڅ کې، کومه ستونزه ورپېښه نشي؛ نو هغوى چې له ځان سره اوزار راخستي ول، تاوان يې نه دى کړى؛ بلکې په ډاډ يې سفر کړى؛ خو که کومه ستونزه ورپېښه شي؛ نو بې عقلو، چې اوزار يې نه وي وړي، تاوان به يې کړى وي او سفر به پرې زهر او ګنډېر شي.
او ستاسې په نظر، هغه به په داسې ځاى کې څه کوي، چې نه مخکې تلاى شي او نه روسته او څوک هم نه وي، چې مرسته ورسره وکړي؟
د همدې کېسې په څېر به هغوى ته هم ورپېښېږي، چې په دنيا کې يې دين غوره کړى وي او هغوى چې نه وي غوره کړى.
د انبياوو، صالحانو او مشرانو د وينا له مخې، انسان ته په مخ کې له ګواښونو او خطرونو ډکه لار پرته ده؛ نو که دا ژمنې رښتيا نه وي او قيامت رانغى او حساب و کتاب او پوښتنه نه وي؛ نو هغه چې په دنيا کې دينوال و او پر ديني احکامو يې عمل کړى و؛ نو هېڅ تاوان به يې نه وي کړى؛ بلکې يوازې دومره به شوي وي، چې بې دينه انسان کوم وخت، پر بې ارزښته چارو تېر کړى وي، دينوال به پر لمانځه او د دين د احکامو پر پلي کولو تېر کړى وي؛ خو که قيامت شو، چې راتلو ته يې غوڅ دليلونه دي؛ نو پوه شئ، دينوالو به تاوان نه وي کړى؛ بلکې بې دينو به تاوان کړى وي.
د دين لار د فطرت لار ده:
فطرت د پنځون پر وزن او يوه مانا لري. هغه ننګېرنه- احساس، چې په منځ ته راتلو کې يې ښووند او تمرين ونډه نه لري او په ټولو خلکو، وختونو او ځايونو کې تلپاتې او همېشنى چار دى؛ نو کله په فطرت او کله په غريزه تفسيرېږي.
البته غريزه هغه احساساتو ته ويل کېږي، چې په انسان او څارويو دواړو کې وي؛ لکه لوږه او تنده.
هو! د يو څيز عموميت یې پر ((فطري توب)) دليل دى. د ساري په ډول: له اولاد سره د مور مينه فطري ده؛ يعنې هغه ننګېرنه، چې بې له ښووند، تلقين او تمرينه، د انسان په خټه کې اغږل شوى او عموميت لري او دا مينه، په هر ځاى، وخت او حکومت کې، په ميندو کې وي؛ البته داسې لاملونه هم شته، چې ددې ننګېرنې د پياوړتوب او کمزورۍ لامل ګرځي؛ ځکه کله دننني احساسات، پر ځينو نورو احساساتو لاسبرېږي.
د انسان په خټه کې له مال، خوشحالۍ او روغتيا سره مينه شته؛ خو په ټولو کې، دا مينه يو هومره او يو شانته نه ده؛ ځينې مال، له ځانه او ځينې ځان، له ماله ځاروي. لکه څرنګه چې په جاهلي عربو کې له غيرت او پت سره بې کچې مينې، د لور درلودل بې غيرتي ګڼله او لامل کېده، چې پلار له لور سره له مينې لاس واخلي او په خپلو لاسونو يې تر تورو خاورو لاندې ژوندۍ ښخه کړي؛ نو د فطري توب مانا دا نه ده، چې انسان په عمل کې هم پرلپسې ور شي؛ ځکه ډېری يوه فطري چار پر بلې لاسبرېداى هم شي.
د فطرت د چار يوه پايله، وياړ ننګېرنه ده او هغه چې د فطرت پر پله، پل ږدي؛ نو زړه يې ارام او ډاډمن وي.