د روايتونو په رڼا کې د کړنو له منځه تلل
دلته به څوهغه روايتونه راوسپړو،چې د نېکو چارو د پوپناه کېدو لامل ګرځي .
اوس به څوهغه روايتونه راوسپړو،چې د نېکو چارو د پوپناه کېدو لامل ګرځي . دلته هم ګروهیز- اعتقادي،عبادي ، کورني، ټولنيز، سياسي او اروايي چارې د کړنو د ورکېدو لاملونه ښوول شوي دي، چې موږ به ورته اشاره وکړو :
١_ ګروهیزه : له دولس ګونو امامانواو د پېغمبراکرم (ص) له اهل بيتو سره کينه ( بحار٢٨ / ١٩٨)
٢_ عبادي : هغوى چې بې له کوم عذره لمونځ نه کوي . ( کافى ٢/ ٣٨٤)
امام وپوښتل شو: ولې دې د لمانځه پرېښودل په کبيره ګناهونوکې ونه شمېره؛ خو د يتيم د مال خوړل دې په کبير ګناهونه کې وشمېره ؟ امام وويل : کفرکبيره ګناه ده او د لمانځه پرېښوول عملي کفر دى . ( کافى ٢/٢٧٨ )
٣-کورني : امام صادق (رح) وويل : که يوې ښځې خپل مېړه ته وويل،چې له تا مې خير نه دى ليدلى او له تا ناخوښه يم ؛نو کړنې به يې پوپناه وي . ( من لايخضر ٣/٤٤)
٤- ټولنيزه : رسول اکرم (ص) وويل : که چا يومړي ته د امانت په ساتلو غسل ورکړ؛ نو د مړي ويښتوهومره د مريانو د آزادولو اجر به ورکړ شي او سل ځلې به پرې ورحمېږي .
وپوښتل شو : د مړي په وينځلوکې امانت ساتنه څه ته وايې ؟ آنحضرت (ص) وويل : عورت او بدۍ يې پټې کړي . که بې له دې يې وکړل؛ نو په دنيا او آخرت کې به بې پته شي او کړنې به يې تس نس شي. ( وسايل الشيعه ٢/ ٢٤٧)
هو! دا خو لا د مړي د پت ساتل دي ؛نو د ژوندي د پت ساتل به څومره ثواب ولري!)
٥- سياسي : امام باقر (رح) د (وَمَن يَكْفُرْ بِالإِيمَانِ فَقَدْ حَبِطَ عَمَلُهُ )( مائده/۵) په اړه وويل : د ايمان زړه له علي بن ابي طالب سره دى او څوک چې يې له ولايته منکر شو؛ نو کړنې به يې تس نس وي . ( بحار٣٥/٣٤٨)
٦_ اروايي : امام صادق (رح) وويل : که چا د شک او خيال له مخې ( بې له پوهې يا شرعي حجته) کوم کار وکړ؛ نواعمال يې پوپناه دي . ( وسايل ٢٧ / ٤٠)
اوس مو چې د ځينو کړنو د منفي او بدو اغېزو په باب خبرې وکړې. اوس به د ځينو کړنو پر مثبتو اغېزو هم خبرې وکړو،چې انسان څنګه کړای شي په نورو کړنو خپلو بدو کړنو ته لېو ورکړي او پر ښو يې واړوي .
په قرآن کې ايمان، نېکچاري، تقوا، له بېوزليو سره په پټه مرسته، توبه، له کبيره ګناهونو ځان ساتل، لمونځ، زکات، قرض الحسنه، هجرت او جهاد د ګناهونو د بخښل کېدو او د تېروتنو د له منځه تلو لامل ښوول شوي دي .
وګورئ : ( بقره/٢١٤؛ طلاق /٥ ؛ تغابن/ ٩ ؛تحريم/ ٨ ؛ نساء/٣١؛هود /١١٤؛ مائده/١٢؛آل عمران/١٩٥؛ فرقان/٧٠ )
قرآن وايي :
((إِلاَّ الَّذِينَ صَبَرُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ أُوْلَئِكَ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ كَبِيرٌ(هود/۱۱) =خو هغوى چې (د رښتوني ايمان په رڼا كې يې) صبر او زغم وكړ او ښه كارونه يې وكړل، چې هغوى ته بخښنه او ستر اجر دى.))
ښکاره خبره ده،چې د پېغمبر اکرم (ص) سپکاوى يې د لوړ مقام له امله د انسان د کړنو د پوپناه کېدو لامل دى؛ خو قرآن له ټولو خلکو سره په ټيټ غږ د خبرو کولو سپارښتنه کړې ده. لکه څنګه چې “لقمان” خپل زوى ته وويل :
((وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ وَاغْضُضْ مِن صَوْتِكَ إِنَّ أَنكَرَ الْأَصْوَاتِ لَصَوْتُ الْحَمِيرِ(لقمان/۱۹)=(يه زويکه!) او په تګ كې دې منځلارى وسه او غږ دې ورو كړه (او كله هم چغې مه وهه) [ځكه] چې تر ټولو بد غږ د خرو غږ دى! ))
لوړغږ (غږيزه ککړتيا ) نن د بشري ټولنى ستره ستونزه ده .
موږ کله د واده په پلمه، کله د وير په پلمه، کله په جومات کې، کله د ورزش په ميدان کې د خلکو د هوساينې د له منځه تلو لامل ګرځوو. حال دا چې اسلام يوازې په څو ځايونو کې د لوړ غږ اجازه راکړې ده؛ لکه : اذان،هغه هم په ښکلي غږ او يا د حج پرمهال، چې حاجيان ((لبيک الهم لبيک)) وايي.
ګورو،چې بې له دې دوو چارو حق نه لرو له چا سره لوړې خبرې وکړو، دا خو لا څه کوې، چې که لوړ غږ د ګواښنې بڼه ولري، چې په دې توګه پر بې ادبۍ سربېره، د مؤمن ډارول هم ځان ته ځانګړې سزا لري .