قوس 07, 1401 12:39 Asia/Kabul
  • الهي اولیاوو ته درناوی

الهي اولياوو تر ټولو زيات پر کرامت او سپېڅلتيا ايمان درلود،څو بېلګو ته پام وکړئ!

الهي اولياوو تر ټولو زيات پر کرامت او سپېڅلتيا ايمان درلود،څو بېلګو ته پام وکړئ !

الف : داسلام پېغمبر،چې ژوندى و؛نو حضرت علي يې له درناوي يوځل هم خطبه ونه ويله .

ب : د خداى رسول پر لمانځه ولاړ و،‏مخامخ یې دېوال ته پام شو،چې پرې د توکاڼو نښه وه ؛نوخپل کلام يې پرېښود څو ګامه ورمخکې شو (بې له دې  چې له قبلې ‏مخ واړوي ) او د هغه ونې په لښته،چې ورسره وه،هغه يې پاکې کړې او بيا ورو ورو خپل ځاى ته راپر شا شو او لمونځ يې پيل کړ.

ج: امام حسين‏ وليدل،چې مشر ورور يې امام حسن ‏ نشتمن ‏ته سل درهمه ورکړل؛نو داچې د خپل مشر ورور درناوی يې پرځاى کړى وي؛نو هغه له نشتمن ‏سره نهه نوي درهمه مرسته وکړه .

 د کړنو پوپناه کېدل او له منځه تلل

د حجرات د سورت دوه يم آيت د پېغمبراکرم (ص) په مخ کې لوړغږ د کړنو د له منځه تلو لامل ګڼي،وايي : د ټولو ښه کارونو ثواب به مو له منځه ولاړ شي،بې له دې چې خبر شئ ؛نو ښه به وي،چې د کړنو د له منځه تګ په باب څه خبرې وکړو :

“حبط” په لغت کې ورستنېدو او له منځه تلو ته وايي؛لکه څنګه چې خواړه او درمل،ساړه او تاوده ، اور او اوبه ‏يو پر بل اغېز کوي، د انسان کړه وړه هم ‏يو پر بل اغېز کوي . دوو لاندې مثالونو ته پام وکړئ :

الف : که يو کارمند تر شل کاله ګټورخدمت ‏وروسته د خپل کار د خاوند اولاد ووژني ؛نو دا وژنه به یې شل کلن خدمت پر سيند لاهو کړي،چې ددې تېرو کړنو منځه تلو ته “حبط” وايي .

ب : که يو کارګر شل کاله خپل مالک کړولى وي ؛خو که يوه ورځ د مالک زوى د ډوبېدو په حال کې وي او و يې ژغوري؛نو دا خدمت به يې  د مالک پرشل کلنې غوسې د نرمۍ اومهربانۍ يخې اوبه واړوي .هغه خدمت،چې بدۍ له منځه وړي ورته “تکفير” يا “کفاره” وايي .

د پورته مثالونو په رڼا کې ويلاى شو،چې د انسان چلن او مانیز – معنوي مسائل هم يو پر بل اغېزکوي . څو قرآني بېلګو ته پام وکړئ :

١_  کفر، ارتداد ، پر خلکو د خداى لار تړل او د خداى له رسول سره جګړه د کړنو د تس نسېدو لامل دى . ((إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ ثُمَّ مَاتُوا وَهُمْ كُفَّارٌ فَلَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَهُمْ (محمد/٣٤) = په حقيقت كې هغوى چې كافران شول او (خلك يې) د خداى له لارې واړول بيا دكفر په حال كې ومري؛نو خداى به يې هيڅکله ونه بښي. ))

 ٢_  کوم کسان ، چې داسې چارې کوي ،چې خداى  غوسه کوي او هغه چارې نه کوي ، چې خداى پرې خوشحالېږي؛نو دا دواړه د کړنو د تس نسېدو لامل ‏دي . (( ذَلِكَ بِأَنَّهُمُ اتَّبَعُوا مَا أَسْخَطَ اللَّهَ وَكَرِهُوا رِضْوَانَهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ ( محمد/٢٨ ) = دا ځكه چې د هغه څه لاروي يې وكړه،چې خداې پرې غوسه كېږي او د هغه (خداى) خوښي يې نه خوښوله؛نو (خداى) د هغوى  كړه وړه تس نس كړل .  ))

٣_  شرک ، نفاق ،دنيا غوښتنه ، د انبياوو او عدالت غوښتونکو وژنه، د کړنو د د تس نسېدو لامل دي . (زمر/ ٦٥- توبه/ ٦٨ ؛ هود /١٦-آل عمران /٢٤ )

٤_  پر هغه چا منت کول ، چې مرسته مو ورسره کړې وي، د کړنو د د تس نسېدو لامل دى .((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تُبْطِلُواْ صَدَقَاتِكُم بِالْمَنِّ وَالأذَى كَالَّذِي يُنفِقُ مَالَهُ رِئَاء النَّاسِ وَلاَ يُؤْمِنُ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ صَفْوَانٍ عَلَيْهِ تُرَابٌ فَأَصَابَهُ وَابِلٌ فَتَرَكَهُ صَلْدًا لاَّ يَقْدِرُونَ عَلَى شَيْءٍ مِّمَّا كَسَبُواْ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ ( بقره /٢٦٤ )= مؤمنانو! خپل خيراتونه مو په منت (ايښوولو) او ازار (رسولو) د هغه په څېر مه باطلوئ،چې خپل مال خلكو ته د ځانښوونې لپاره لګوي او نه يې پر خداى ايمان وي او نه پر اخرت،د لګښت مثال يې داسې دى؛لكه يوه ښويه تيږه،چې (نرۍ) دوړه پرې پرته وي ( او تخم پرې شيندل شوى وي) چې كله د تيز باران شېبه پرې وشي (؛نو دوړه او تخم ترې وړي) او تيږه ښويه پاتې شي،هغوى له خپلو کړنو څه ګټه نشي تر لاسه کولاى او الله خداى ناپېژاندو ته سمه لار نه ښيي .))

 ٥_  ريا دانسان عبادت له منځه وړي .

تگ