قوس 07, 1401 12:36 Asia/Kabul
  • په اسلام کې سپېڅلتیاوې وپېژنئ!

په ټوله نړۍ ‏او بېلابېلو ګروهو ‏کې يې د مشرانو ځانګړى درناوى کېږي . پر ښارونو، واټونو‏، پوهنتونونو،هوايي ډګرونو، ښوونځيو او موسسو يې نومونه ږدي.

 په اسلام کې هم خلک، وختونه، ځايونه او ان ځينې بوټي او جمادات سپېڅلتيا او قداست لري او په اسلام کې ددې سپېڅلتيا جرړه د خداى په سپېڅلي ذات کې ده او څومره ،چې له خداى سره د يو څيز تړاو زيات وي؛ نو هومره سپېڅلى وي او موږ يې بايد درناوى وکړو .

١_  خداى د سپېڅلتيا سرچينه ده او مشرکان اوهغوى چې نور له خداى سره يو شان ګڼي؛ نو د قيامت پر ورځ به پرخپلې بې لارۍ منښته -اعتراف ‏کوي اوخپلو خيالى معبودانوته به ووايي :

 ((إِذْ نُسَوِّيكُم بِرَبِّ الْعَالَمِينَ(شعراء/۹۸) =چې موږ تاسې له نړۍ پال سره برابر ګڼلئ. ))

په قرآن کى د خداى پر تسبېح ډېر ټينګار شوى دى؛ يعنې موږ بايد د خداى لپاره داسې درناوى او سپېڅلتيا ومنو، چې پکې هيڅ ډول نيمګړتيا نه وي. نه يوازې د هغه ذات؛ بلکې نوم يې هم سپېڅلى دى .  ((سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى (الاعلی/۱) = د خپل لوړ پالونکي نوم وستایه.

٢_  د خداى کتاب هم ځانګړى درناوى او سپڅلتيا لري ؛ځکه قرآن،چې ځان ته “عظيم” وايي ( حجر/ ٨٧ ) ؛نو موږ هم بايد ورته په درنه وګورو . قرآن ځان ته “کريم” وايي؛( واقعه/٧٧ ) او کله ځان ته “مجيد” وايي ( ق/ ١) ؛نوموږ یې بايد ‏درناوى وکړو.

٣_  الهي مشران، ټول انبياء او ځايناستي يې، په تېره بيا حضرت محمد (ص) او اهل بيت یې ځانګړى مقام لري. په دغه سورت ( حجرات ) کې له حضرت محمد(ص) سره د ناستې پاستې آداب بيان شوي دي، چې ورڅخه مخکې نشو او د خبرو پر مهال خپل غږ دهغوى تر غږه پورته نه کړو‏.

په قرآن کې مؤمن انسان ته پر پېغمبراکرم (ص) د درود ويلو حکم ورکړ شوى دى ( حزاب / ٥٦) .

 په حديث کې راغلي : که چا د عادل فقيه خبره و نه منله؛ نو داسې به وي، چې د پېغمبر اکرم (ص) د اهل بيتو خبره يې نه وي منلې او څوک چې يې خبره و نه مني؛ نو داسې به وي ؛ لکه د خداى خبره يې ،چې نه وي منلې . ( بحار۲۷/ ٢٣٨‏)

نه يوازې پېغمبراکرم (ص)؛بلکې څه چې ورپورې اړه لري،هم عزت لري . په قرآن کې وايو: هغه صندوق ،چې په ماشومتوب کې حضرت موسى پکې ايښوول شوى و او په سيند کې اچول  شوى و؛ بيا د موسى  او آل موسى يادګارونه پکې اېښوول کېدل او دومره سپېڅلى و، چې د بني اسرائيلو د زړه ټکور و او پرښتو به پورته کاوه. ( بقره/٢٤٨)

٤_  په اسلام کې موروپلار‏ ځانګړې سپېڅلتيا اوعزت لري،په قرآن کې پينځه ځلې د الله تر عبادت ‏وروسته له موروپلارسره احسان راغلى دى . ( بقره/٨٣ نساء /٣٨ ،انعام /١٥١، اسراء /٢٣، احقاف/١٥)

او له مورو پلاره مننه له خداىه د مننې تر څنګ راغلې ده (لقمان /١٤ )

دموروپلار پر درناوي دومره ټينګارشوى،چې په مينه ورته کتل عبادت ګڼل شوى اوسپارښتنه شوې،چې غږ مو د هغوى تر غږه پورته نه کړو. پر هغه سفر وتل حرام دي، چې موروپلار پرې خوښ نه وي او لمونځ پکې نه نيمېږي . له مورو پلارسره حمام ته تګ نه دى پکار .له خپلې مېرنۍ مور سره واده مه کوئ،چې په يو وخت کې مو د پلارښځه وه.

٥_  په اسلام کې ځينې وختونه؛ لکه د قدر شپه، ځينې ځايونه؛ لکه جومات ، ځينې تيږي؛ لکه حجرالاسود، ځينې اوبه لکه د زمزم اوبه ، ځينې خاورې؛ لکه د امام حسين د شهادت د ځاى خاوره، ځينې ونې؛ لکه زيتون، ځينې سفرونه؛ لکه معراج، علمي، عبادي، مرستندوی او د جهاد سفرونه، ځينې جامې ؛ لکه د احرام جامې سپېڅلى دي او بايد ځانګړى درناوی یې وشي .

د ساري په ډول په قرآن کې وايو:

 ((فَاخْلَعْ نَعْلَيْكَ إِنَّكَ بِالْوَادِ الْمُقَدَّسِ طُوًى(‌‌طور/۱۲) =نو پڼې دې وباسه،چې ته د ” طوى ” په سپېڅلې ناو كې يې .))

مشرک مسجدالحرام ته د ننووتو حق نه لري .((إِنَّمَا الْمُشْرِكُونَ نَجَسٌ فَلاَ يَقْرَبُواْ الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ )) ( توبه / ٢٨)

سپارښته شوې،چې جومات ته دتګ پرمهال ځان سينګارکړئ ((خُذُواْ زِينَتَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍ)) ( اعراف /٣١)

جنب انسان جومات ته د تګ حق نه لري، چې د ابراهيم ، اسماعيل ، زکريا (علیهما السلام)، او حضرت مريم په څېر کسان يې د پاکوالي لپاره لاس پر سينه ول .( بقره /١٢٥)

د حضرت مريم مور، چې دوه ځانې وه‏؛ نو ګومان يې کاوه، چې ماشوم به يې هلک وي؛ نو نذر يې وکړ، چې تر غټېدو وروسته به يې د مسجد الاقصى خادم کړي . (إِنِّي نَذَرْتُ لَكَ مَا فِي بَطْنِي مُحَرَّرًا)  ( الا عمران/ ٣٥ )

٦_  د ايمان خاونده هم سپېڅلتيا او کرامت لري ، تر دې چې د مؤمن عزت تر کعبې ‏زيات دى. آزار او غيبت يې حرام دى او له حقه يې دفاع فرض ده .

 ٧_  اسلام ان د ځينو نامسلمانانو هم درناوى کوي . د اسلام د پېغمبر په وخت کې چې کله به د کوم ټبر مشراسلام ومانه نو د هغه به يې درناوى کاوه او هغه به يې هماغسې د هماغه ټبر مشر ګوماره. ان د هغه بنديانو حساب به له نورو‏ بېل و، چې له درنو او محترمو کورنيو‏ به وو. لکه د شهربانو( د فارس د پاچا لور) او د “حاتم طايي” حساب له نوروسره توپيردرلود.

لکه څنګه چې مو وويل : د ټولوملتونو په فرهنګونو کې يو لړ مقدسات شته؛ لکه اساسي قانون، ملي بېرغ، علمي، انقلابي او هنري شخصيتونه ورته محترم وي؛ البته بايد له انحرافي سپېڅلتيا وو ځان وساتو؛ ځکه د تاريخ په اوږدو کې د “سامري” په څېر غولوونکي کسان وو، چې يو خوسی يې جوړ کړ او ورته پر جعلي سپېڅلتيا قايل شول. ډېر داسې پاچاهان وو، چې پوهان اوشاعران يې په پيسو پېرل او دهغوى به يې صفتونه کول او د ولس په اذهانو کې به يې دسپېڅليو په توګه تبليغول .

تگ