قوس 07, 1401 11:23 Asia/Kabul
  • د رسول الله (ص) درناوي په اړه

مؤمنانو! خپل غږ د پېغمبر له غږه مه لوړوئ او لکه څنګه چې پخپلو کې يو له بل سره خبرې کوئ، له هغه سره په لوړ غږ خبرې مه کوئ،هسې نه چې په ناخبرۍ کې مو كړه وړه تويې ولاړ شي.

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ وَلَا تَجْهَرُوا لَهُ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكُمْ لِبَعْضٍ أَن تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ وَأَنتُمْ لَا تَشْعُرُونَ= مؤمنانو! خپل غږ د پېغمبر له غږه مه لوړوئ او لکه څنګه چې پخپلو کې يو له بل سره خبرې کوئ، له هغه سره په لوړ غږ خبرې مه کوئ، هسې نه چې په ناخبرۍ کې مو كړه وړه تويې ولاړ شي.))

 دا آيت له رسول الله (ص) سره د خبرو اترو طريقه راښيي، وايي: د خداى د رسول درناوى وکړئ .

 د نور د سورت په ( ٦٣) آيت کې هم سپارښتنه شوې،چې د پېغمبراکرم (ص) نوم د خپلو نومونو په څېر مه اخلئ ؛ بلکې په درناوي يې واخلئ  .

تر عمله د عمل ساتنه او دوام مهم دى. زموږ کړنې کله کله له هماغه پيله خرابې وي؛ ځکه‏  په ريا او ځان ښوونې يې پيلوو. کله د چارو په منځ  کې د غرور له امله له منځه ځي او کله ځينې کړنې د نورو کړنو له امله له منځه ځي؛ نو ځکه قرآن وايي : چا چې تر قيامته ‏خپلې کړنې روغې رمټې راوړې؛ نو ثواب به يې لس ګرایه ‏ وي، (مَن جاء بالحسنة…). او نه وايي : چا چې عمل وکړ؛ نو ثواب به يې لس ګرایه ‏وي؛ ځکه په دنيا کې د يو عمل د ‏سر ته رسولواو د قيامت پر ورځ يې د وړاندې کولو په منځ کې ډېر واټن ‏ دی .

 د خداى رسول وويل : “په جنت کې هر ذکر ته يوه ونه کرل کېږي .” ورته وويل شول : که داسې وي؛نو زموږ جنت به ډېرې ونې ولري !؟ پېغمبراکرم (ص) وويل :”خوکله تاسې داسې کارونه کوئ ،چې دې ونو ته اور وراچوئ .” ‏بيا د خداى رسول ورته همدا آيت تلاوت کړ. ( بحار۸/٨٦ )

*قرآن په يو ځاى کې د عمل د منځه تلو لامل کفر او شرک راوړي او په بل ځاى کې يې د پېغمبراکرم (ص) سپکاوى او ورسره بى ادبي راوړې ده؛ نو دا ښيي، چې د آنحضرت(ص) ‏سپکاوى او ورته د بې ادبۍ وزن له کفراوشرک سره مساوي دی ؛ځکه ‏د دواړو پای د کړنو له منځه تلل دي .

* د پېغمبراکرم(ص) ځينو يارانو به د بې پامۍ له ‏امله د آنحضرت ‏(ص) په مخ کې په جګ غږ خبرې کولې؛ نو دا چې دا کار يې د کړنو له منځه تللو لامل نشي؛ نو آنحضرت به له دوی سره پر لا ‏ لوړ غږ خبرې کولې. ( بحار۸۹/٢٣٢‏).

*د پېغمبر اکرم(ص) يو يار، چې د هغه په مخ کې يې پر لوړ غږ خبرې کولې؛ نو همدا چې خبر شو دا کاريې د کړنوله منځه تللو لامل دى؛ نو خورا زيات خواشينى شو. پېغمبراکرم(ص) ورته وويل : ستا لوړغږ د خطاب لپاره و، چې په دې باب ستا حساب له نورو سره توپيرلري. ( تفسير مجمع البيان ) .

*د پېغمبراکرم(ص) په مخ کې چغې وهل ، د مؤمنو انسانانو د کړنو د پوپناه کېدو لامل ګرځي خوهغوى چې آنحضرت (ص) ‏نه پېژني او دا کار وکړي؛ نو حساب يې له نورو سره توپير لري. ځکه په سپکاوي کې‏ پوهه، پېژندګلوي او د سپکاوۍ نیت ‏شرط دى .

نوکه موږ خبرنه وو، چې په يوه ورځپاڼه کې د خداى نوم دى او تر يو څيز لاندې مو هوار کړ؛ نو سپکاوى نه شمېرل کېږي .

* د (أَن تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ وَأَنتُمْ لَا تَشْعُرُونَ) په غونډله کې وايې: تاسې به خبرهم نه ياست؛ خو کړنې به موله منځه ولاړې شي .

هو! که انسان شراب وڅښي اومست شي، که څه خيال وکړي، چې اوبه وې. که ‏د برق لوڅ سيم ته لاس وروړو، بې له دې چې خبر يو، چې سيم لغړ دى؛ خو‏برق به مو ونيسي.

*ګناهګانې د زلزلې، د عمر د لنډېدو، ذلت او خوارۍ لامل ګرځي . که څه انسان ترې خبرنه وي؛ نو د پېغمبراکرم (ص) سپکاوى او بې  ادبي د کړنو د له منځه تګ لامل ګرځي؛که څه کوونکى  يې  دا کار يو رټلى چار و نه ګڼي.

تگ