قوس 06, 1401 19:45 Asia/Kabul
  • دوه خطرناک اختالفونه

په ټولنه کې هر منفي اختلاف بد دی خو په اسلامي ټولنه کې دوه اختلافه ډېر خطرناکه دي.

په ټولنه کې هر منفي اختلاف بد دی خو په اسلامي ټولنه کې دوه اختلافه ډېر خطرناکه دي:

1 – د علماوو ترمنځ منفي اختلاف؛ چې په اسلامي ټولنه کې د درځ او وېش سبب جوړيږي او مسلمانان د ډېرو ناخوالو سره مخامخ کولی شي.

2 – د مجاهدينو تر منځ اختلاف؛ چې مسلمانان د بې سرنوشت حالت سره مخامخ کوي او کور په کور نفرتونه ورڅخه پيدا کيږي.

موږ ټول مسلمانان بايد دغه ټکي ته ډېره پاملرنه وکړو چې په خپله ټولنه کې دغه دوو اختلافونو ته ځای ورنه کړو. د علماوو ترمنځ تل همغږي موجوده وي او د فقهي اجتهادي اختالفاتو څخه په استثناء بل هيڅ ډول اختالف ته په خپل منځ کي لاره ورنه كړو او د مجاهدينو تر منځ مو داسې ورورګلوي موجوده وي چې په يوه آواز پر کفارو سخت وي او پر مسلمانانو زړه سواندي او تر خپل منځ داسې سره وغواړي لکه د يوې کورنۍ غړي.

تگ