قوس 02, 1401 15:17 Asia/Kabul
  • اسلام آباد د پاکستان هېواد پلازمېنه ده.

اسلام اباد د پاکستان پلازمېنه ده او د پاکستان د فډرال حکومت له خوا د اسلام آباد مرکزي قلمرو د یوې برخې په توګه اداره کېږي.

دا په پاکستان کې تر ټولو ستر نهم ښار دی؛ حال دا چې د اسلام آباد-راولپېنډۍ ښاري سیمه د هېواد درېیمه تر ټولو ګڼ مېشتې سیمه ده چې نږدې ۴,۱ میلیونه وګړي په کې اوسېږي. د پخوانۍ پلازمېنې، کراچې، پر ځای اسلام آباد د یوه پلان شوي ښار په توګه په ۱۹۶۰مو کلونو کې جوړ شو. اسلام آباد د ژوند د لوړو معیارونو، خوندیتوب او پراخې سرسبزۍ له امله د پام وړ ښار دی.

اسلام آباد د نړیوالتوب او نړیوالو ښارونو څېړنیزې شبکې (Globalization and World Cities Research Network) له خوا یو ګاما+ (Gamma+) ښار بلل شوی دی. اسلام آباد په پاکستان کې د ژوند لپاره تر ټولو قیمتي ښار دی چې ډېری اوسېدونکي يې د منځني او لوړ پوړ ښاریان دي.

په اسلام آباد کې شل پوهنتنونه دي، لکه د بهاریا پوهنتون، قائد اعظم پوهنتون، PIEAS، COMSATS پوهنتون او NUST. دا ښار د پاکستان یو تر ټولو خوندي ښار دی چې د رادیويي څپو پېژندلو څارنیز سیسټم (RFID) او ۲۰۰۰ فعالې CCTV  کامرې لري.

 

تگ